دپښتنو پر تاریخ ځغلنده کتنه


دپښتنو پر تاریخ ځغلنده کتنه

 

ثناءالله (صالحي)

19.05.2014 10:05

پـــښـتون پــيژنــدنــه

پښتون دځمکي پر مخ دنورواقواموپه شان اوږداوځلانده تاريخ لري خوله بده مرغه داروڼ تاريخ په تياروکي پاتي شوي دي ، داچې په انساني ګډ ژوند کي قبيلوي نظام داجتماعي ژوند اولويه برخه تشکيلوي دپښتون معاشره هم اصلا پر قبيلوي نظام ولاړه ده ، طبعي ماحول اوجغرافياوي حالاتوپه دوي کي ځيني خاص حالات اوخصوصيات پيداکړي دي ددي قبيلوي نظام نغښتلودوي په يوه مشرتابه راټول کړي ان تردي چې يوقبيله دبلي قبيلي سيادت اوقيادت هم نشي زغملاي .

پښتانه دآزاد طبيعت خاوندان اوپرازادۍ مين اوسرلوړي انسانان دي ،همداوعلت وه چې دهند پر قلمرودحملولومړنۍ مقابله پښتنوکړي ده پدي باب دتاريخونوروايات اوشهادتونه دلمر په څير روښانه حقايق دي ، داهم ځلانده واقعيتونه دي چې پښتنودتاريخ په اوږدو کي په اصلي معني دهيچا استبداد ته دتسليم سرنه دی ټيټ کړی له دې کبله له نورواقواموڅخه ليري پاتي شوي دي .

اوداچې ترپښتنو دمخه دقلم په ژبه نوروقومونوتاريخي واقعيات زيات بيان کړي دي نوځکه يي په لازمه توګه ددي وياړلي بشري کتلي څيړنه له پامه غورځولي اوتاريخي کارنامي اونسل څيړني يي په تپوتياروکي پټي پاتي شوي دي اويايي مجبوراً کله نيمګړي اوکله هم دسترګوګروپ لاندي دتاريخي جبر په توګه په يوه جزيي اوناقص تحقيق ډوله ليکنه کافي ګڼلي دي .

دپښتنو د ډيرو پخوانيو زمانوکارنامي اوواقعيات اوس هم پټ دي . زمونږ افسوس دادي چې دپيړيودتمدن په کاروان کي دتکامل دپړاوتاريخي واقعيات اوکارنامي موپټي پاتي شوي اواوس کوم ليکلي معلوماتونه په لاس نه راځي چې دهغوي پربنياد دپښتوداصل اونسل په باب دتاريخ مختلف اړخونه څرګندشي خودپښتوژبي د لويو پوهانو او مشهورو مؤرخينوله يادداشتونوڅخه داسي معلوميږي چې دشپاړسمي پيړي ترنمايي وروسته کله چې مغلوپه هند کي سياسي اقتدار له پښتنوڅخه قطعي توګه تر لاسه کړ دمغل دربار دپښتنو په باب هم تاريخونه وليکل اوداتاريخونه تر يوخاص نظر لاندي وليکل شول نوځکه د تصوير دواړه مخونه په اصلي شکل کي نه څرګنديږي .

دنولسمي پيړي په پيل کي اروپايي ځينومستشرقينو دمشرقي قامونواودهغوي دژبوپه لور پام ورواړوه پدي لړکي ځينوعالمانو دپښتنو تاريخونه هم وليکل اودپښتوژبي څيړنه اوپلټنه يي پيل کړه. ددې مستشرقينو د څيړنو په برکت دپښتنو د تاريخ په لړکې تحقيق اوپلټنې وشوې چې موږ يي اوس په درنښت ستاينه کووخوڅرګند حقيقت دادي چې دپښتنوديوه بشپړ دلايلو اودډيروتيروزمانوداثارودتشخيصي وسايلو ته ضرورت دي حال داچې زما نيمګړي تکامل اودتمدن ځلانده راتلونکي دعصري تخنيکي وسايلوپه ذريعه هغه څه ترلاسه کړي چې اوس يي تصورهم نشي کيداي .

داهم کيداي شي چې دپشتنودابتدايي تاريخ په ذکرکي ځيني داسي واقعيات په تفصيل سره بيان شي چې کامل به نه وي خودډيروتيرزمانوداثاروله مخي به د پښتنوله قدامت سره اوه ولري.

لويه خبره داده چې دپښتنوقام داصل اونسل مساله يوه تحقيقي اوتاريخي مساله ده اودمعقولوتاريخي شواهدو په رڼاکي يي حل کول پکاردي .

که داتاريخي شواهد له هرچااوهرلوري ترلاسه کيداي شي کوم توپير نلري خوچې مسلم ، حقيقي ،.معقول اودمنلووړوي پدي باب نظريات مختلف بيان شوي دي ښه به داوي چې لومړي دعالمانوتحقيقاتي نظريات وسپړو اوبيايي تحقيقي حاصل ته پام ورواړووچې پښتانه څوک دي(٤) مخونه ١٨٣-١٨٤.

دپښتنواصل اونسل په اړوند مختلفي نظريي:

پښتانه څوک دي ؟

دغه پوښتنه ده چې دڅه مودي نه دخپلواوپردويوترمنځه دبحث موضوع ګرځيدلې ده، ډيروعالمانوچه په هغي کي مغربي عالمان هم شامل دي اودپښتنو خپلو ليکوالانو هم ددې پوښتنې حل کولوکوشش کړي دي اوډيرځه ليکلي دي ولي سره ددي ډيروليکونو دموجودګي ددي پوښتني يوداسي جواب چې دټولو خلکوپرې تسلي اوشي ياکم ازکم دډيروخلکو زړه پري اوبه وڅښي اوامنا پري وکړي . لاتراوسه ندي موندلي شوي اوددي اختلافاتو په نتيجه کي دپښتنو داصل نسل مسلې ديوې وراني ماشوړې شکل اختيارکړی دي .

که چيري مونږ په سړه سينه دي خبري فکر وکړو نوداظاهره ده چې دپښتون قام داصل نسل مسله نه خوڅه مذهبي مسله چه په مذهبي نقطه نظرددي تحقيق اوڅيړنه اوسي اونه دامسله څه سياسي مسله ده چې خامخا ددي دسياست اويوي خاصي پاليسي په نقطي له نظره سره مونډکونډ معلوم کړی شي ټول پښتون قام دالله ج په فضل سره مسلمان دی .اوداد پښتون قام يوامتيازي صفت دی چه پښتون به هرومرومسلمان وي پښتون عیسايي ، پښتون هندو پښتون يهودي نشي کيداي اويا داسي به ووايوچه دمذهب په بدلولوسره پښتون بيا پښتون نه شي پاتي کيداي اوهم يوروڼ حقيقت دي چه اسلام درنګ اونسل دامتياز روادارندي داسلام په دربارکي حبشي بلال (ض) دابوجهل قريش نه زيات عزيز، زيات اصيل زيات شريف اوډيرنيکوکاردي نسبي شرف ته اسلام نه څه اهميت ورکړي دي اونه يي ورکوي بلکه داسلام منشاء دنسلي اقتخار بت شکني وه لکه په قول دعلامه اقبال مرحوم :

خويشتن ر ا ترک و افغان خوانده وايي برتوانچه بودي مانده

هم پدې ډول دپښتون دنسل مسله څه سياسي مسله هم نه ده داصحيح ده. چې ديوقام دنسلي تحقيق په تهيه کښي د(وحدت روح)دداسي سامان موندلوامکان وي چې هغه په سرسري نظر سره نشي موندلي ددي حقيقت نه هم انکار نه شي کيدي چه په علمي اوسياسي لحاظ ديو برتر قام سره محض په نسلي اشتراک پښتون قام هم هغه شان علمي اوسياسي برتري نشي موندلي ، ترڅو چې په دوي کښي خپله هم هغه شان صلاحيت اواستعداد پيدانه شي .- دنيا دعمل ځاي دي هغه ورځي تيري شوي دي چه محض په نسلي افتخار به ورځي تيريدلي پښتون که نسلاً بني اسرائيل شي نو هغه نن ورځ ديهودوسره په دولت ، علميت اوتجارت کي سيالي نه شي کولي – نومحض ديهودوسره په نسلي اشتراک دپښتون فخر به تر کومه جائزوي هم دغه رنګ که پښتون ارين النسل ثابت شي نوهر کله چه پښتون قام دجهدالبقا په منډه کي داريائي قامونوسره سيال نه وي نودهغه اريائي توب هغه ته کومه فائده ورکولي شي ؟.

بناپردي دپښتون قام داصل نسل مسله بيخي يوه تحقيقي اوتاريخي مسله ده اودتحقيق اومعقولو تاريخي شواهدوپه رڼاکي يي حل کول پکاردي اوبيا دتاريخي شواهدوپه رڼاکي ددې نظرياتوخبر واخستي شي (٧ )مخونه ١٤-١٥.

دپښتون داصل نسل په اړوند لومړي نظريه

يوه پخواني اومشهوره نظريه داده چې پښتانه په اصل کي بني اسرائيل دي . دانظريه په لومړي ځل په(( مخزن الا افغاني )) کي دمغل پاچا جهانګير نومي په زمانه کي دنعمت الله (هروي ) لخوا چې دمغل پاچا جهانګير درباروقعه يويس و ليکلي شوي ده تردي وروسته (تاريخ مرصع ) ((خلاصة ا لانساب)) (صوات افغاني ) ((توزک افغاني )) ((شوکت افغاني )) ((خورشيد جهان )) اوځينو نورودانظريه په کټ مټ منلي اودخپلوتاريخي ليکنو بنياديي پردي مستنده نظريه باندي ايښي دي .

ورپسي دشلمې پيړي په دوهمه ربعه کي سيد عبدالجبار شاه ستانوي هم يوه رساله دبني اسرائيل يا ((ملت افاغنه)) په نوم ليکلي ده چې په هغي کي هم ددي نظريي تائيد شوي دي (٤)مخ ١٨٥.

قاضي عطاء الله خان مرحوم هم دغه نظريه منلي اوليکلي يي دي په مستثرقينو کي سروليم جونز، الکساندربرنس،اومسټرراولټي هم ددي نظريي مرسته کړي ده دوي هم وايي پښتانه غالباً نسلاً بني اسرائيل دي (٦)مخ ١٢.

الفسټن په خپل کتاب ((افغانان )) کي ليکلي دي چې پښتانه اصلاً بني اسرائيل دي په دي دليل سره چې دحضرت محمد ص په زمانه کي يهوديان ډير زيات په عربستان کي اوسيدل اويوه مهمه برخه دهغوي نه دخيبريهوديان وو خواوس مهال خيبر دافغانستان ديوي قبيلي نوم ندي خوديوي ناحيي نوم يي دي (١) مخ ١٦٠.

دپښتون داصل نسل متعلق مختلف روايتونه دي . مستثرقين دهغوي داصل نسل متعلق رايي لري اوهم په دغه وجه په يوخاص فيصله کن نتيجه نه دي رسيدلي . ددي پرخلاف دپښتون خپلومورخينودابيان کړي دي چې پښتون قوم په اصل کي ديهويانودهغولسوقبيلواولاددي کوم چې بخت نصر په بيت المقدس باندي دحملي کولو په وخت دهغه ملک سره دنورويهوديانوخارج کړي وو. ديهوديانوداسي قبيلي دهغوي دقول مطابق منځنې ايشياته راغلي اودغورپه غرونوکي ابادي شوي اوڅه عربوته لاړي اودمکي شريفي په خواوشاکښي ابادي شوي . ددي لس قبيلو دنيکه نوم مورخينودقول مطابق (( افاعنه )) وه اوپه دي وجه دهغه اولاد دافغان په نوم مشهورشو . په دوي کي بعضي مورخين وايي چې دافاعنه دابراهم عليه السلام دبي بي هاجري په لمسيوکي لمسي دي اودحضرت اسماعيل (ع) داولاد نه و. مګر بعضي وايي چې افغان دارميازوي وه اوارميا دطالوت عليه السلام چې دبني اسرئيلو بادشاه وه ( اوپه قران شريف کي ه په دويمه پاره کي دويم سورت بقره ايت 247 کي دهغي ذکرشوي دي )زوي وه . داقبيلي درسول الله ص ترمبعوث کيدوپوري په خپل زوړ مذهب يهوديت باندي قائمي وي. حضرت خالد (رض ) چې مشهور صحابي وه هغه هم ددغي افغان قبيلي نه ګڼلي شي همدارنګه درسول الله (ص) په زمانه کې هرکله چې خالد (رض) مسلمان شو نوهغه خپلوعزيزانو ته چې دغورپه غرونوکي دقديم الايام نه ابادووداسلام قبلولو دعوت ورکړو. ولي دوي داسلام دقبلولو نه وړومبي يوه جرګه دقيس نومي يوپښتون دمشري لاندي داسلام مذهب دمطالعي اوپه هغي باندي دپوهيدلودپاره درباررسالت ته وليږله . رسول کريم (ص) ددي جرګي ډير قدراوعزت وکړو اوقيس له يي دملک عبدالرشيد خطاب ورکړو. دي ټولي جرګي هم په هغه ځاي اسلام قبول کړو اورسول کريم (ص) هغوي ته دخيردعاوکړه . اويوشميرعرب مبلغين يي ورسره دتبليغ دپاره واستول . اوتقريباً څلويښت کاله کي داټولي قبيلي مسلماني شوي دي .

بعضي مورخين دپښتوديهودي النسل کيدوکي داوقعه هم بيانوي چې څه وخت نادرشاه (شاه ايران ) په هندوستان دحملې کولوپه غرض پيښور ته راورسيدونوديوسفزو مشرانوهغه ته دتورات يوه نسخه چې هغه په عبراني ژبه ليکلي شوي وه پيش کړه .اونورهم ډير داسي څيزونه ورته ښکار کړه چې کوم به وړومبۍ زمانه کي يهوديانوپه خپلو عبادتخانو کي استعمالول . همدارنګه کوم يهوديان چې دنادرشاه په فوځ کي شامل ووهغوي داټول څيزونه وپيژندل اودهغوي يهودي النسل کيدل يي تسليم کړل .

پدي سلسله کي دعبدالله خان هراتي چې يوپښتون مورخ دي راي هم قابل غورده هغه وايي چې طالوت عليه السلام ديهوديانوبادشاه ؤ اود هغه دوه ځامن وو چې ديوه نوم افغان وه اودبل نوم حالوت . افغان دپښتودقوم نيکه وه اوپدي وجه هغوي دافغانانوپه نوم مشهورشول . دداود اوسليمان عليهم السلام دبادشاهي نه پس ((چې هغوي دطالوت عليه السلام جانشينان وو)) ديهوديانو قوم کي خانه جنګي شروع شوي اودادبخت نصر تروخته جاري وي . اوبخت مصر په بيت المقدس باندي قبضه وکړه اواويازره يهوديا ن يي قتل کړل .بيت المقدس يي وران کړو اوپاتي شوي يهوديان يي دبابل ښار نه بنديوان بوتلل .

ددي نه پس دافغان قبيله دخپلي ويري نه دجويه ملک ته تښتيدله اوپه عربو کي اباده شوه .داچې داملک ډير شګلن اوبې ابو اوګياه وه اودهغوي دڅارووګزاره په هغهې کې نه کيدله په دي وجه هغوي دهندوستان په لوري روان شول . عبدالله خان مخکي واي چې دابداليانو قبيله په عرب کي پاتي شوه اودحضرت ابوبکر صديق (رض) دخلافت په زمانه کي هغوي خالدبن وليد (رض) (چې مشهورصحابي وه ) سره خپلولي وکړه په دي وجه دابداليانوپه عربوکي زورزيات شوليکن کله چې عربوايران فتح کړونوابداليان په دي نوي فتح کړي ملک کي اباد شول اودفارس اوکرمان په صوبو باندي يي قبضه وکړه تردي پوري چې چنګيزخان په ايران باندي چپاووکړونودهغه دظلم اوزورزياتي نه ابداليان تنګ شول اوايران يي پريښودو دمکران ، سند اوملتان په لاري هندوستان ته راغلل ولي په دي ځاي کې هم ددغي ملک خلکو پرې نه ښودل جنګونه يي ورسره وکړل او دکوه سليمان جګوغرونوته يي وروشړل .دابداليانوکوه سليمان ته په راتلوسره دافغانانوټول قومونه متفق شول.پدي زمانه کي دافغانانوڅلويښت قبيلي وي اودهغوي دټولونيکه افغان طالوت (ع) زوي وه . ددي برخلاف بعضي مورخين وايي چې افغان اصلي پښتولفظ ندي دادعربي لفظ دي هر کله چې عربوداملک فتح کړونوپښتنوته يي دهغوي دبي اتفاقي . جنګ جګړواوپه جرګوکښي دډير شورکولوپه وجه افغان لفظ استعمال کړو.افغان لفظ ((فغان )) وتلي دي چې په عربي کي شورته وايي.په مستندو تاريخونوکي لفظ افغان دپښتنودقوم دپاره اول ځلي دسلطان ابوسعيد دپاره دشاه عباس اعظم ( چې دايران يولوي بادشاه په 1387 م کي تيرشوي دي ) په زمانه کي استعمال شوي دي (٦)مخ ٧- ٨ .

همدارنګه دپښتوژبي ستر عالم مولانا عبدالقادرمرحوم په خپل مضمون ((پښتانه څوک دي )) کې ليکلي اوخپله نظريه داسي وړاندي کوي چې افغان ،پښتون ، بتان ،(پټهان ) دملي عنعناتوقبائيلي رواياتوکې يعني رسوماتواودلباس شکل وشباهت اوطبعي جذياتوپه لحاظ بني اسرائيلوته ډير نږدي ښکاري .

نواب محمد اکبر خان هوتي دادعوه لري چه نه صرف پتهان اوافغان الفاظ يوځاي استعماليږي بلکه اکثرلفظ پتهان استعماليږي داغلطي تاريخي حقايقوپه سلسله کي په يوي مغالطي بنالري دفغان ټکي په مخصوصه توګه داسرائيلودبن ياميني طبقي دپاره استعماليږي چې مورث اعلي يي اسفانلياس ، افودايا افغانادي چې دهغه په وجه لفظ افغان مشهورشو پټهان اصل کي سنکرت لفظ دي چې دهندوستان اوسيدونکوپه زړه زمانه کي پارتهيانودپاره استعمال کړي وو افغانان دجسماني جوړښت ، لباس ، عادتونواوديومورث اعلي حضرت يعقوب عليه السلام داولاد په بنا دپارتهيانو سره زيات ګډيږي (٣) مخ ١١٦.

اما يوله هغوکسانونه چې دپښتنواويهودانوداصل اونسب په باره کي يي مستقل کتاب وليکه هغه جورج روزدي دي پدي اثر کي چې عنوان يي ((افغانان لس قبيلي اودشرق سلطانان )) دي اوپه کال ١٨٥٢ م کي خپورشوي دي کوشش کوي چې په دلايلواواسنادوداوښيي چې داسرائيلو لس قبيلي ورکې شوي اوله خپلې اصلي مينې نه په بله خواتللي دي . پدي پسي ښيي چې دغه لس قبيلې په اخر کې افغانستان ته تللې اوپښتانه دهمدغولسوقبيلواولاده ده .

جورج روزدپښتنواويهودوپه ارتباط لومړي هغه مطالب داستشهاد دپاره رااخلي چې الکساندر برنس دپښتنوديهوديت په پاره کي په خپله سفر نامه کي ثبت کړي دي اوځيني ټکي يي مونږ دمخه رااخلوبرنس هغه انګريزدي چې افغانانود((برنس)) په نامه پيژانده اوپه کال ١٨٤١ م کي له خپل وروراويوه همکارسره يوځاي په هغي بلواکي ووژل شوچې دکابل خلکوداشغالګروانګريزانواودهغوي دلاس ناستي شاه شجاع په خلاف کړي وبرنس په کابل کي له امير دوست محمدخان سره هم پدي موضوع غږيدلي دي اواميرهم داسي ښودلي ده چې پښتانه له اصله يهوددي .پدي ډول مونږ ته معلوميږي چې افغانانوبرنس ته ويلي دي چې ترهغه وخته يهودووترڅومسلمانان شول .جورج روز بيايو شميرتاريخي واقعيتونه يادوي اوليکي .

پښتانه ديوه خپلواک ولس په توګه په هغو سيموکي ژوند کوي چې ټول روايات يي له قديمترينووختونونه دهمدوي ټاټوبي بولي . دوي دفارس سلطانان وواوپه کلونوکلونويي پرهند وکداري کړي ده . نوځکه روزوايي پدي حساب يوازي پښتانه ددي وړدي چې هغه دشرق سلطانان وبلل شي چې ديهودوانوپه ډير زاړه مذهبي کتاب کې يي يادونه شوي ده .

روزپه نتيجه کي وايي : اينده يوازي خداي (ج) ته معلومه ده ... خودراټولوشووشواهدوپه اساس ، يقين ته نږدي ګومان دادي چې دافغانان دبني اسرائيلولس ورکي شوي قبيلي اودشرق سلطانان دي .

يوبل ليکوال چې والټربيلو نوميږي داهم وايي چې په طبقات ناصري کي راغلي دي چې دغوراشنباني کورني دواکدارۍ په وخت کي په هغه ځاي کي يوکس اوسيده چې بني اسرائيل نوميده اوځينويي له شاوخواملکونوسره ډيرزيات تجارت لرلو(٢)مخونه ١٢ – ١٤

د پښتنوداصل نسل په اړوند دوهمه نظريه

ځيني موارخين دپښتو داصل نسل په باره وايي چې دوي دحضرت ابراهيم (ع) په نسلي سلسله کي دبي بي قطوري له اولادي څخه دي بي بي قطوره دهغي ښځي نوم دي چې ابراهيم (ع) دبي بي ساره ترمړيني وروسته په زوجيت اخستي وه اوددي شپږزامن يي درلودل (( زمران ، يقسان ،مران ،مديان ،اسباق ،سوخ)) ددي شپږوتنوله جملي څخه يوازي ديقسان اومريان داولادي ذکر په تورات کي شويدي .

دتورات دکتاب دپيدايش دپنځه ويشتم باب له پنځم اوشپږم ايت څخه داسي معلوميږي چې ابراهيم (ع) خپل هرڅه اسحاق (ع) ته ورکړل اودنوروبيبيانوزامن يي له ډيروسوغاتونوسر دمشرق ملک ته له ځانه ليري ليږلي وه.هغوي بيا وروسته دايران په قطبي قبيله ايزه سيمه کي ميشته شول .د تورات له داسي ډيرورواياتوڅخه بالاخره داسي نتيجه اخلو چې په پورتني ايراني سيمه کي تردوي دمخه هم ددوي همنسله اوهمقومه وروڼه اوسيدل چې داخلک له قينان اوايران څخه د((پشت )) سيمي ته وکوچېدل ، ددي نظريي خلک اوخاوندان دپشت سيمه دسبزوارپه محيط کي دهغي علاقي نوم بولي چې وروسته دپارتيا په نامه مشهور شوه اوپه اسلامي دوره کي به طبرستان په نامه ياديدله ددي نظريي مطابق ددي علاقي ( پشت يا پشتيا ) خلک دوخت په تيريدوسره اول ( پاشتين ) اوبيا ( پشتون اوپشتانه ) په نومونومشهورشول .

يوه انګريزي مورخ ( مسټرتيلر ) هم دايران اپارتين پاچا هان دپښتنوپه نامه يادکړي دي ، دپښتنوپه باب ځيني مورخين اوڅيړونکي داهم وايي چې پښتانه يوناني النسله دي . دښاغلي عبدالغني خان محقق په نظر د پښتنو نومونه ، ددوي دکليواوکوڅونومونه ددوي دوداودستورونه ، ددوي دزړه اوزلمو خط اوخال کټ مټ ديونانيانوسره مشابهت لري نورشواهد اوتفصيلات يي هم پخپل کتاب (دي پتهان ) کي ذکرکړي دي (٤)مخ ١٩٠.

دپښتنوداصل نسل په هکله دريمه نظريه

دپښتنوداصل اونسل په هکله يوه بله مشهوره نظريه داده چې پښتانه دهغه اريايي قبائيلويوه څانګه ده کوم چې په تاريخ کي دهندواروپايي اريا ګانوپه نامه مشهوردي دانظريه دلفظ پښتون اوپښتوژبي په تاريخي اولغوي څيړني مبني ده .

ددي نظريي مطابق هرکله چه دنولسمي پيړي په اغازکي ديوريي عالمانواوژبپوهانوله خوادهندواروپايي اقوامودژبوترمينځه نزديکت اواتحاد په علمي دلايلوسره ثابت شونو ددي نه عالمان دي نتيجي ته اورسيدل چه ددي ژبو وويونکي قامونه دنسل له مخه يوخلق دي اوددوي ا سلاف په اوله کي يوځاي اوسيدل . اوددوي ژبه هم يوه ده وروستو چه دي خلقو ددنيا مختلفو ملکونو په مهاجرت وکړونودمختلف محيط اوماحول په اثر کي ددوي ژبي هم بيلي بيلي شوي ولي ددي ټولوژبوماخذهغه ژبه ده کومه چې په اريايي اقواموپه ابتداء کي دمهاجرت نه وړاندي په خپل ابتدايي مسکن کي ويله داژبه فرانسي محقق موسيوليبان د((اريک )) په نامه ياده کړي ده .

اواوس بيخي ورکه ده په دې لړکي دمغربي عالمانولخوا داريايي اقوامودړومبني مسکن پحقله تحقيقات اوڅيړني شروع شوي دي اودهغه وخت نه واخلي په دې لړکي دي عالمانو يوسلوپنځوس کاله خپل تحقيقات جاري اوساتل . اوددې په هکله يي خپل خپل خيالات ظاهر کړل .

داريايي قامونووړومبني مسکن کوم وو؟ ارياګانودوړومبني ټاټوبي په باب کي دعالمانوترمنځه اختلاف دي . ځيني عالمان وايي چې ددوي لومړني مسکن دشمال يورپ ملکونه يعني سکنډينيويا ، يافنلينډ يا دډينيوب سيند ناوه ( وادي ) ده ځيني عالمان بحيره اسودشمالي غاړي ددي قام اولني استوګني زمکه ګڼي ځيني خلق جنوبي روس اوځيني عالمان يي جزيره نمايي بلقان اوځيني نوريي دالقايي اورال ترمنځه زمکي ددوي داستوګني وړومبني مسکن ګڼه ځيني عالمان دې عقيدې ته مائل دي چې داريايي اقوامودلومړنئ استوګنې زمکه منګوليا اوچېن ترکستان علاقې دي ولي اکثر مورخين اوعالمان دې عقيدي ته مائل دي چې داريايي اقوامو وړومبني مسکن د((پامير)) لوړي اودروداموسرچېني دي په هر حال داريايي اقوامووړومبني مسکن هر چرته چه وو ، داخبره ثبوت ته رسيدلي ده چې داريايي اوقوامو هغه ښاخ چه دهغوي ځيني قبائيل هند ته اوځيني ايران ته تللي وو . درودامونه واخله داباسين ترقبلئيزه غاړې په دې ټول خط کې ځاي په ځاي ميشته شوي وؤ. دهغوي داستوګني ځاي باختر وو.

دباختر داستوګني په دوران کي اولومړي ددې خلکوژوند ډيرساده وو ددوي عادتونه دشپنيانوپشان ؤو ولې دوي کوچېان نه ؤ ددوي په وړووړو کلوکي اوسيدل ددي ګذران به په شيدو،ماستو،اوسبزي ترکاري وو.دکپړي په اوبدلوهم پوهيدل دڅرمنوانګول يي هم زده ووددوي وسله به اکثره غشي ليندۍ وې. کله کله به يي تيرونه هم استعمالول دفلزاتونه واقف وواوسپنه يي هم پيژندله اوپه کار به يي راوستله اسونه به يي ساتل اوښه شهسواروو.

ددوي مذهبي عقايد هم ډير ساده ووددوي په مذهبي عقايدوکي دلويانوپه نسبت ديوتاګانوفوقيت لرلو داخلق په ابتداء کي دبت پرستي نه هم نابلده وو.ددوي مشهورارباب انواع ( ديوتاګان ) ايندرا، وارونا ،ميترا، ناساتي ، اګني وغيره ووداداسي ارباب الانواع ووچې داودې سنده په خلقوکي غير مصروف اوهغوي دپاره بالکل نوي وو ګډا،نڅا، داسونوځغلااودداني جواري ددي خلکو تفريحي مشغلي وي.

دباختر په ورشوګانوکي چه ددوي ابادي زياته شوه اودازمکه په دوې تنګه شوه نوددې علاقي نه داخلق په مهاجرت مجبور شول .

ولي ددوي دامهاجرت په يووخت اوپه يوايړنه وو.داباختري ارين په دري ډلو کي ويشلي شي ددوي يوښاخ چه وروستودهندي ارين په نامه مشهور شو.دهندوکش دغرپه دروراتير شو- ددي ښاخ ځيني قبيلي درودکابل اوددي سيند دمرستيالوسيندونوپه لارنجراب تګاب اولغمان په علاقه کي ميشته شواوپه قلاره قلاره څه دکونړسيند کڅۍ ته اووتلي اوبيا دسوات سيند په کڅي کي خوري شوي . اواخر ته په اباسين پوري شوي اوپنجاب په زمکه ميشته شوي ددوي ځيني قبيلي دخيبرپه لار- راووتلي اوپه اباسين پوري وتلي دغه شان ددوي ځيني قبيلي دارغنداب په کڅي کي هم ميشته شوي اوبيا په قلاره قلاره دبولان په دره دسندهـ ځمکوته راښکته شوي دزماني په تيريدو اقتصادي ضرورياتواودنوي نوي قبائيلوراتګ دا خلک په دي خبره مجبورکړل چه نورهم دمشرق په لور خپلي پښي اوغزوي همدارنګه دوي په قلاره قلاره دګنګااوجمنا ترمينځه ميدانونه هم لاندي کړل اودرجه په درجه يي دهندوپاکستان ټوله شمال مغربي علاقي په خپله قبضه کي راوستله – ددي زمکي اصلي استوګن چه غالباًدراوړقامونه وو.داريافاتحينودلاسه څه مغلوب شول اوڅه دهندنوروعلاقوته لاړل دي خلکو به خپل ځان ته اريا ياارين وئيلي ددي لفظ معني ده شريف ، اصيل اويا دکرکيلي کارکوونکي اوملکي خلک به يي دداس يا داسيوپه نامه يا دول .

داملکي خلک دخپل توررنګ ، پلنوپوزواومذهبي اختلاف له کبله داريا ودپاره دنفرت قابل وو. دباختري اريا وددې هندي ښاخ دمهاجرت ټاکلي زمانه معلومه نه ده البته اکثرعالمان دي عقيدي ته مائل دي چه داخلق د٢٠٠٠ ق م او ٨٠٠٠ ق م ترمنځه دباختر نه دهند په لور کوچېدلي دي .

لکه چې وړاندي وئيلي شوي دي. دباختري اريا وبله ډله دجنوب غرب په لوردهرات په خواله خراسان تيره شوه اودپارس مرکز يي اونيول اواوسني ايران يي تشکيل کړوددوي دمهاجرت زمانه د١٩٠٠ ق م نه پس اود١٠٠٠ ق م نه وړاندي ګنلي شي ، دايران په زمکه دي قبائيلورومبي سلطنت د(ماد) په نامه داوومي پيړي ق م په خواوشا کي قائم کړو.

دباختر دزمکي نه چه داريايي اقوامو دوولويوڅانګو ( هندي اواريا يي ښاخونه ) هجرت وکړونوپسمانده قبائيلو ته هم ځمکي اوزګاري شوي دغه پاتي شوي اريا يي قبائيل دمرکزي اوباختري ارين په نامه يا ديږي اوددي نظريي دمرستيال په خيال کي هم دغه اريايي قبائيل دموجوده پښتنوائتلاف دي چه تاريخي څيړنه به يي وروستواوشي داخلک هندوکش په شمال اوجنوبي لمنوکي ان داباسين تر غاړي خواره واره ځاي په ځاي ميشته شول .باخدي ( بخدي ،بلخ ) تخارستان ،اريا دهرات ، اراکوسيا ،کابل ، ساکستانا ، ګندهاروغيره ددخلکو دمختلفوقبيلودهيوادمرکزي علاقي وي (٧) مخونه ٥٥ – ٥٨.

ښاغلي حبيبي داتحقيق کړيدي چه داوستا اوسنګرټ خورده اوپښتانه ارين دي – ليکي چه څه وخت چه مرکزي اريا دبلخ په علاقه (باختر ) کي ابادشوددوي يولوي قام ( بخت ) پکهت (پښتون ) وو.

دارياوقديم مذهبي کتاب ويداچه دځينوپه خيال ١٩٠٠ ق م کي اودځينوپه خيال ۱۶۰۰ ق م کي ليکل شوي وو دپښتنوذکر داسي راځي . وايي چه اريا ( داصلي وطن ارياناويجه ) نه خيبر په ورسيدل نودلته څه موده پس په دوي کې جنګ وشو په دې جنګ کې لس قبيلې شاملې وې چې نومونه يي دادي :

1: پکهت 2 : الينا 3 : بهالانا 4 : شيواره 5 : ويشانن 6 : انو7 : ديوهيو ۸ : تورداشا 9 : هادو 10 : پورد. نوپکهت همد غه پښتا نه دي .

اوستا کتاب چې ١٠٠٠ق م کي ليکل شوي ) داريا وددي وطن دپاره بخد ټکي بيا بيا راغلي ژبپوهان وايي چه همدغه بخد ،بخت ، پښت ، اوپشت شوچه ورستوترينه پشتون ټکي جوړشو.

٤٨٤ ق م کي ديونان يومشهورمورخ هيروډتس خپله جغرافيه کي دپښتون ذکرپکتويس اوپښتونخوا ذکر پکتيکا په نامه کړي دي ددي علاقي دخلکو دميړاني يي ډيره ستاينه کړي ده دي دوي ګندهاريان هم يادکړي دافريدودپاره يي داديکيان ټکي ليکلي دي .

يوبل يوناني سيا ح اميرالبحر سکايي لارکس چه ٥٢١ ق م –٤٨٦ق م کي دبحيره عرب ساحلي معلوماتوحاصلولوپه کارماموروودکاسپيتروس ( کابل ) په لارپکتيکا ( پښتونخوا ) اوبيا اندس ( سندهـ ) ته لاړل .

ديونان مشهورجغرافيه يوه بطليموس خپله جغرافيه کي ليکي چه پکهتين پاروپاميزاد( پامير) جنوب طرف ته دي اوداځاي دپکهتانومسکن دي .دارياټکي سنجوني نه پس دپښتواوپښتون دارپه ژبي اواريه قوم سر ه تړون لږ نورهم پوخ شي ډاکټر جيګرالماني پر تفصيل بحث کړيدي اواريا يوه معني يي کروند ګري ، اصلي ، شريف ښودل چه ټولي دپښتنوسره تعلق لري.

اريا نا دنجيبانواوشريفانووطن يوناني مورخ اراتوس تنس په دريمه پيړۍ ق م کي په اول ځل خپلو ليکونوکي دافغانستان دموجوده علاقي دپاره استعمال کړيدي بل يوناني مؤرخ استرابو (١٩ – ٧٠ق م )دغه لفظ دپورتني مؤرخ دافغانستان لپاره استعمال کړي دي (٥) مخونه ١٢٠ – ١٢١.

پښـــتـانـه قــبايـل

د مرات العالم د تاريخ په دوهم جلد کې چې په (تحفة الپښتون) سره مشهور دي او مؤلف يې خاکسار موج حسين مهمندي قيسي دي او په کال ١٨٩٩ م کې د هندوستان په لکنهو کې چا پ شوي دي د دوهمې برخې په (١٥٥-١١٦) مخونو کې داسې ليکلي شوي دي .

پښتانه په دوو لويو برخو ويشل شوي دي چې (قيسي پښتانه او شنسبي پښتانه) يې بولي .

لــومـړي بـرخـه (قــيســي پــښتانــه)

دقيس عبدالرشيد د درې زامنو (سړبن ، بيټن ، غورغښت) اولاده دغه څانګې بولې (ترين ، ابدالي ، زيرک ، سپين ، تور شيړاني ) ميانه چې د شاه سليمان (ع) د چشتيه طريقې د سني (تونسيه) له حضراتو څخه دي ، بړيچ ، کمال زي ، امان زي ، اتمان زي ، کنازي ، ملي زي ، شيخ علي خيل ، سدوزي ، بارکزي ، عمر خيل ، مهمند ، موسي زي بن مهمند، داود زي ، خليل ، چمکني ، زمند ، کاسي) ٤ مخ ١٩٥ .

دوهـمه بـرخـه (شنسبي پــښتانـه)

پدې برخه کې (غرزي ، لودي يا نوحاني ، سرواڼي ، هوتک ، توخي ، ابراهيم ، موسي ، کاکړ ، تره کي ، نورزي ، ناصر ، اسمعيل ، نيازي ، کرلاړي ، ککي ، آفريدي ، لقمان مشهور په خټک ، ابوخيل ، بولاق ، جدراڼ ، اتمان خيل ، خوږياڼي ، سليمان ياوزيري ، ابراهيم خيل ، ولي خيل ، احمدزي ، وزير ، کالوخيل ، مسعود ، بهلول زي ، شيتک ، دلازاک ) شاملې دي .

ټول پښتنانه قبايل پر پنځو لويو طبقو ويشل شوي دي چې خوشحال خان خټک يې تفصيل په دې ډول کړي دي :

پښتون په اصل کې سړبني دي ياغورغښــــــــتي يابـيټني دي

لودي، غلجي دي دبيټ له لوره په سړبن پورې بيا کرلاڼي دي

چې دا لويې طبقې بيا پر وړو ، وړو څانګو او خيلونو ويشل شوي دي چې مجموعي شمېر يې (٤٠٥) څانګو او خيلونو ته رسيږي دا طبقه بندي او شمېرنه تر سنه ١٩٦٥ عيسوي کال پورې د اعتبار وړ ده او له دې بې له شکه د پښتنو خيلونه او څانګې زيات شوي دي ، اوس په هره طبقه په خلص ډول دلته وڅيړو ) ٤ مخ ١٩٦ .

 

اولـه طـبقه (سـړبـني قــبايــل)

سړبن د قيس عبدالرشيد زوي او د غورغښت او شيخ بيټ ورور دي ، اصلي نوم يې ابراهيم دي خو مشهور په سړبن دي ، سړبن تر ډيرې مودې زوي نه درلود ، له دې کبله به تل غمجن او پريشانه ؤ ، شيخ بيټ چې د ده ورور او يو نيک او خداي پرسته انسان ؤ ، خپل يو کوچني زوي يې ده ته بخښلي ؤؤ چې نوم يې اسمعيل ؤ ، دا کوچني ماشوم سړبن د خپل زوي په ډول پخپل کور کې ساته خو بيا وروسته پاک خداي (ج) ده ته هم د شيخ بيټ په دعا زامن ورکړل چې په پښتنو قبايلو کې د خپل ډيروالي په وجه د ښه شهرت خاوندان شول ، د شيخ اسمعيل زامن هم د خپل دوهم نومول شوي پلار (سړبن) په اولاده کې ورګډ او سړبن ونومول شوې، شيخ اسمعيل هم د خپل اصلي پلار (شيخ بيټ) په شان يو نيک فعاله او خداي پرسته انسان ؤ ، په (مرات الافاغنه) کې يې ذکر د سړبني اولياء په نامه شوي دي ، د سړبن دوه زامن ؤ يو يې خرشبون ( شرف الدين) او بل خرشبون (خيرالدين) نوميدل . ٤مخ ١٩٧ .

خرشبون بابا هم د خپل نيکه شيخ بيټ په شان يو نيک او دينداره سړي ؤ ، تل په د پاک خداي (ج) په عبادت مشغول ؤؤ ، د پټې خزانې د روايت له مخې شيخ خرشبون په کال (٣٠٥ هـ) کې زيږيدلي او د کسي يا کيسې يا قيسي په غره کې يې هستوګنه کړي ده دا لويه کورنۍ تر ډيرې مودې پورې په دې غره کې په ګډه سره اوسيدله وروسته شيخ خرشبون د خپل پلار په اجازت او مشوره د (غوړي مرغي) سيمې ته په کډه ولاړ او هلته ميشت شو ، له دې ځايه څخه په کله کله د (غنډان) غره ته هم تلو او هلته به د خداي (ج) په عبادت بوخت ؤؤ، په کال (٤١١هـ) کې په مرغه کې وفات شو ، اولادې يې ترده وروسته هم په مرغي کې ژوند کاوه څه موده وروسته د هغه له اولادې څخه د (کاسي) اولاده بيته د کسې غره ته وکوچېدله او ديشين په لمنو کې هستوګن شول ، د (څمند) اولاده د ننګرهار ، خيبر او پيښور په سيمو کې تيت او خواره شول .

دپښتنو دا تشکيلاتي نظم که څه هم نيمګړتياوي لري خو د تاريخي لوي ارزښت لرونکي نظم دي دا ځکه چې ټول پښتانه يوه مرکزي اتحاد ته رابولي او قيس عبدالرشيد يې د عقلي او تاريخي شواهدو پر بنياد خپل مورث اعلي منلي دي .

د پښتنو په قبايلي تشکيلاتو کې دا څلور اصله منل شوي دي :

١د وينې ګډون (د نسب سلسله)

٢د خپلوي رشته (د خور او لور راکړه ، ورکړه د نکاح په حباله) .

٣ګوندي تعلق (سياسي او اجتماعي پره ، جنبه)

٤الحاق ( يو په بل پورې تړل کيدل يا ادغام او مدغم کيدل) .

خو پدې ټولو کې پښتانه د وينې ګډون ته په ډير ارزښت قايل دي او زيات اهميت ورکوي او په اصطلاح کې يې داسې استعمالوي ((لکه چې وينه ژاړي هسې مينه نه ژاړي)) بل مثال وايې : ( څه خور راوړاندې څه ورور – څه مور راوړاندې څه ترور)) .

پدې مثال کې د کاکړواو شيراڼيانو اتحاد ته اشاره شوي ده ، په دې توګه چې شيراڼي د شرخبون مشر زوي او د کاکړو خوريي ؤ د مشري په مسئله کې له خپل پلار څخه مرور شو او خپلو ماماګانو (کاکړو) ته ولاړ او د هغوي په ټولو ښو او بدو ورګډ شو ، همدغه ډول ګوندي پره جنبه هم ترخپلولۍ کمه نه ګڼي ، د مثال په توګه په د شينوارو ګوندي له غلجيو سره يا د مهمندو پره ، جنبه له خوږياڼو سره ذکر کړو .

دالحاق مسئله هم د رواياتو مطابق لوي اهميت لري ، داسې ويل کيږي چې د خويشګي مهمنزي او اتمانخيل د يوسفزو سره ټل شول يا د ګډون قبايلو سالار او منصور څانګې د غورغښتو څخه جلا شوې او د يوسفزيو سره ملحق شوي دي ، پدې توګه د پښتنو ډير شمېر قبېلي يو پر بل ورننوتلې او ګڼډلي شوي دي له دې کبله قبايلي ورورولي او عزيزګلوي هم په پورتينو اصولو بنا ده .

درواياتو سره سم شرخبون دا پنځه زامن لرل (شيراڼي ، ترين ، ميانه ، بړيڅ ، اورمړ) چې دلته د نسب سلسلې د ذکر څخه تيريږو ، ٤ ، مخونه ١٩٧ – ١٩٩ .

دوهمه طبقه غورښتې قبايل

دقيس عبدالرشيد دوهم زوي (غورغښت ، غرښت) د دې قبايلو مورث اعلي دي ، د غورغښت د درې زامنو (داني ، بابي ، مندو) په اولاده کې مهمه قبيله د داني اولاده او بيا په داني کورنۍ کې د (کاکړو) قبيله ده ، بابي په قلات (د افغانستان قلات) کې اوسيږي ، ځينې يې د کويټي په شاوخوا کې پراته دي .

د(چوناګړي) نوابان هم د دې قبيلې سره تعلق لري ، د مندو اولاده په مندوخيلو سره شهرت لري ، ٤ ، مخ ٢٣٣ .

دريـمه طبـقه بيــټن قـبايـل

بيټن يا بيټ د قيس عبدالرشيد دريم زوي دي چې د بيټ نيکه په نوم هم ياديږي .

مؤر خان د دې پښتون بابا نوم حضرت بيټ شيخ بيټت او بيتن هم ليکي ، خو مونږ يې په اتفاق سره د بيټ نيکه په نامه يادولي شو ، افسوس دي چې لکه څنګه د (پښتون) زوړ تاريخ نه دي معلوم او مونږ ته د خپلو پخوانو مشرانو حالات ندي رارسيدلي دغه شان د بيټ نيکه پوره حالات هم تر اوسه نه دي معلوم شوي او تاريخ په کلکه دانه شي وئيلي چې بيت نيکه په کومو کلونو کې ژوندي ؤؤ ، البته ځينې تاريخ ليکوونکي وايې چې دا ملي مشر د غوري بادشاهانو په زمانه کې تير شوي دي او د دغه قسم تاريخي معلوماتو نه دا قياس اوباسي چې بيټ نيکه د (٣٠٠-٤٠٠هـ) کالو په منځو مانه وخت کې ژوندي ؤؤ .

دده د زوي شيخ اسمعيل سړبني مزار او د نورو ورڼو تربورانو هديره په کوه سليمان کې دي (دغه کوه سليمان ته به يې هغه وخت کې د کسي غرو ويلي ) او د تذکرو الاولياء نه معلوميږي چې بيټ نيکه خپله هم اخري عمر کسي غره کې تير کړي دي .

نوځکه مونږ وئيلي شو چې بيټ نيکه هم د کسي غره (کوه سليمان) خواو شا اوسيدونکي ؤ ، ٣ ، مخ ٥ .

دپټې خزانې په شهادت بيټن د خرشبون د ژوند په موده کې هم څه وخت ژوندي ؤؤ ، خرشبون په (٤١١ هـ) سنه کې وفات شوي دي ، د دې ڼېټې په اټکل په بيټ نيکه د څلورمې پيړۍ په وروستيو کلونو کې وفات شوي وي ، بيټ نيکه يو لوي عابد او خداي پرسته انسان ؤ د ځوانۍ په دوران کې يې عراق او عربستان ته سفرونه کړي وه او د نيکو انسانانو له فيضه يې ګټې اخيستي وي ، د پښتنو په منځ کې د يوه لوي ولي په نوم ياديدله او ده ته يې په درنه سترګه کتل د سليمان ماکو په (تذکرة الاوليا) کې چې په سنه (هـ٦١٣) کې تاليف شوي دي دا مناجات د بيټ نيکه په نوم ليکل شوي دي :

لـویه خدایه لویه خدایه ستا په مینه په هرځایه

غـر ولاړ دی درناوي کې ټوله ژوې په زارۍ کې

دلـته دي د غرو لمنې زمونږ کیږدۍ دي په کې پلنې

وګړي ډير کړی خدایه لویه خدایه لویه خدای

 

دبيټ نيکه په زامنو کې د (وړسبون او ګجين اولادې ته بيټنې ويل کيږي) د رواياتو له مخې دا خلک لومړي د سليمان د غره په لمنو کې پراته ؤو، خو ډير ژر د غلجيو له لاسه د سليمان د غره ختيځ لورې ته وکوچېدل او د ګومل پر غاړه د ټانګ پر ځمکو ميشته شول کله چې په هند کې د پښتنو واکمنې لرله دا خلک د ډير لوي واک او اقتدار خاوندان ؤ او د سلطنت د پوځ لويه برخه دوي تشکيلوله ، ٤ ، مخونه ٢٣٥-٢٣٦ .

څـلورمـه طـبقه مــتوزي قـبايل

دتاريخي رواياتو له مخې (( بي بي متو)) د شيخ بيټ لور وه چې په شاه حسين غوري باندې واده وه او اولاده يې په متوزي قبايلو سره شهرت لري ، په متوزي قبايلو کې غلجلي او لودي قبايل شامل دي چې د نسب شجرې يې په لاندې ډول دي .

پدې قبايلو کې په عمومي توګه (غلجي ، لودي ، او سرواڼي ) شامل دي چې مجموعاً (متوزي يا متي زي) بلل کيږي تر هر څه دمخه دا ويل ضروري دي چې د دې قبايلو په باب د ځينو رواياتو له مخې اختلافات منځ ته راغلي دي ، دلته د هغو رواياتو ذکر کوو کوم چې د شجره نويسانو او محقيقينو لخوا منل شوي او تائيد شوي دي او عقلاً هم صحيح ښکاري .

داسې ويل کيږي چې د خليفه ولد بن عبدالملک بن مروان د خلافت په وخت کې حجاج بن يوسف ثقفي د يوه زړور فوځي لښکر په مشري د غور د سيمو د نيولو لپاره وټاکل شوو ، د دې فوځ تر رسيدو او پر غور باندې تر حملو او بري وروسته ددې ځاي په خلکو کې ډير اختلافونه پيداشول ، پدې لړکي يو شهزاده (اميرزاده) چې شاه حسين نميده د خپل ملک پريښودلو ته مجبور شوو او د نورو شهزاده ګانو څخه بيل د زمانې د وقايعو له آمله شيخ بيټن ابن قيس عبدالرشيد ته ورغي شيخ بيټن هم دي په خپله کورنۍ کې ومانه چې بيان به يې وروسته راشي .

په (مجمع الانساب) کې د شاه حسين د نسب شجره داسې بيان شوي ده ، د شاه حسين بن شاه معزالدين بن جمال الدين حسيني بن بهرام بن شنسب چې د غور له واکمنانو څخه وو او د امير المؤمنين حضرت علي (رض) د خلافت په دوره کې يې ايمان راوړ او د غورستان د حکومت فرمان يې له نوموړي خليفه څخه ترلاسه کړ .

بهرام ابن شنسب دوه زامن لرل چې مشهور زوي يې جلال الدين نوميده چې د هغه له نسبه څخه سلطان مغزالدين زيږيدلي چې مشهور په سلطان شهاب الدين غوري او د کلکې ارادې خاوند او نامتو پاچا تير شوي دي د بهرام دوهم زوي جمال الدين نوميده چې د شاه حسين نيکه وه )) .

دخورشيد جهان مؤلف د غوري کورنۍ ته د فارس د پاچا (ضحاک نازي) د اولادرې نسبت کړي دي چې جمشيد پاچا يې وژلي ؤ او سلطنت يې ورڅخه نيولي وه ، د بهرام څخه وړاندې چې د دغې کورنۍ د نسب شجره د ضحاک تازي او حضرت نوح (ع) پيغمبر تر وخته پورې راغلي ده او په مخزن الافغاني کې ليکل شوي ده هغه د (تاريخ فرشته) له روايت سره ډير توپير لري کله چې مؤلف ته د پشت د سلسلې (د نسب شجرې سلسله) صحيح ثبوت حاصل نه شو نو داغوره وګڼل شوه چې ونه ليکل شي .

د(مخزن الافغاني) ليکوال د بهرام څخه تر ضحاک تازي پورې (٣٩) پشته شمېرلي دي ، تر ضحاک تازي پورته يې په څلورم پشت کې حضرت نوح (ع) ته د نسب سلسله رسولي ده ، په هر حال د مضمون د لنډون په غرض به شاته ولاړ شو او هغه مراندې به وځغلوو چې شاه حسين د شيخ بيټ په کورنۍ کي ترکومه او څنګه اوسيده او بيا څه شو؟

شاه حسين د غربت او بي کسې په حال کې شيخ بيټ ته ورغي دده حال له ژبي څخه داسې معلوميږي چې شيڅ بيټ په دې وخت کې ډير سپين ږيري او ضعيف ؤ ځکه د يوه زړه سواند او مهربانه پلار په توګه شاحسين ته زوي ويلي او په خپله کورنۍ کې يې ځاي ورکړي دي د شيخ بيټ دوو زامنو (ورشيون او ګجين ) هم شاه حسين ته ورور وايه او ګډ ژوند يې ورسره کاوه او آن د کور ټولې چارې د شاه حسين په مشوره ترسره کولې ، شاه حسين هم په خپلو غوره اخلاقي او اجتماغي صفاتو سره د دې کورنۍ ذهن د ځان په نسبت محصور کړي وه کله چې د شيخ بيټ لور (بي بي متو) د ځوانۍ مرحلي ته ورسيدله د شاه حسين په نسبت يې د خپلې ارادې او نظر حال چې هغه په حلاله نکاح د واده کول ؤؤ ، خپلې مور ته حال ووايه ، مور يې دا بيان شيخ بيټ ته وکړ او هغه يې دې ته وهڅاوه چې خپله لور (بي بي متو) دې ښکلي ځوان (شاه حسين) ته ور په نکاح کړي ، شيخ بيټ ته چې د شاه حسين نسب څرګند نه ؤؤ نو د دې خبري منل ورته ګران ښکاريدل ، د بي بي متومور چه له شاه حسين څخه د هغه د نسب په باب معلومات تر لاسه کړي وه هغه يې شيخ بيټ ته بيان کړل او زياته يې کړه چې : ( د شاه حسين پلار او نيکونه د غور اميران ، حکمرانان او اشراف تير شوي دي که زما په خبره باورنه کوي نو خپل يوو اعتباري سړي غورته وليږه چې پوره څيړنه او معلومات يې و کړي .

شيخ بيټ دا خبره و منله بيان يې يو اعتباري سړي چې (( کاغ دوړ ) نوميده د شاه حسين له يوه لاس ليک او مغزالدين له هغې ګوتمې سره چې شاه حسين له ځانه سره ساتلې وه غورته وليږه څو د شاه حسين د اصل او نسب په باب معلومات راوړي کله چې کاغ دوړ غورته ورسيد او د شاه حسين پوښتنه يې وکړه او د هغه معلومات يې دقيق کړل نو د ليک له ځوابه سره يو ځاي شيخ بيټ ته راغي . نومړي يې د شيخ بيټ په پټه د شاه حسين سره وکتل او ورته ويې ويل چې ما ستا ټوله پته واخسيتله ليک مي هم ستا د وينا سره سم راوړي ده ، ستا نسب او اصالت د لمر په شان روښان دي . خو زه به هغه وخت رښتيا ويل کوم چې ته له ما سره داوعده وکړي چې تر متو وروسته به زما لور ( مهحه ) هم د نکاح په حباله اخلي ! شاه حسين د کاغ دا شرط قبول کړه . تر دې وروسته کاغ دوړ شاه حسين اصالت او نجابت شيخ بيټ ته بيان کړ ، شيخ بيټ په ډيره خوشحالې خپله لور ( بي بي متو ) شاه حسين ته د نکاح په مباله ورکړه . شپږ مياشتې وروسته شاه حسين د خپلې وعدې له مخې د کاغ دوړ لور ( مهحه ) هم واده کړه . پاک خداي (ج) شاه حسين ته له دې دواړو ميرمنو څخه نارينه اولادونه ورکړل چې د متو د زوي نوم يې ( غرزي ) او د مهجه د زوي نوم يې سرواڼې کيښود .

غرزي څه د پاسه درې مياشتې تر سرواڼې مشر ؤ . د بي بي متو اومړړني زوي ( غرزي ) ترواده وروسته په پنځلم مياشت کې زيږيدلي دي . دې باب نور غلط تعبيرونه له غرض څخه ډکې او بي بنياده پردۍ افسانې دي (٤) مخونه ٢٣٧- ٢٣٩.

پنځمه طبــقه کــرلاڼـي يا کـرلاړي قــبايل

د( پښتنو قبيلو د مينې شجرې او نوميالي ) مؤلف شيرين خان ناصر کرلاړې يو پخوانې آريايې قوم او مضبوط پښتانه بللې دي .

د( خورشيد جهان ) مؤلف شيرمحمد ګنډپوري ليکي مې کرلاړي د يوه سيد اولاده ده چې د نسب شجره يې امام حسين ته ريسږي . داسي ويل کيږي چې د ( کرلاڼ ) پلار (( سيد قاف )) ؤ چې په امپشت حضرت امام حسين ته ورګړيږي .

دخټکو پلار څنګه د کرلاړ پلار (( هوني )) بولي او خپله شجره د سړبني افغانانو ( پښتنو ) سره ګډه بولي د خټک د څانګه ځيني سپين ږيري وايې چې د کرلاړي د کوم شهزاده زوي وه چې نوم يې نه دي معلوم د خوږياڼو څانګه عقيده لري چې کرلان د عبدالله او د مړ زوي وؤ .

دپټانز په تاريخ کې کرلاڼ د قيس عبدالرشيد څلورم زوي ګڼل شوي دي او ځيني تاريخونه بې د سدبن وصلي زوي بولې او ځينو هم د غرغښت په اولاده کې ګڼل دي حال دا چې د کرلاڼي د نسب شجره د قيقه معلومه نه ده او په خوږياڼي ، وزير ، مسعود ، شيټک ( بنوڅي ) دوړ ، سورياڼي ) ښودل شويدي (٤) مخ ٢٤٦.

دافغان کلمې په اړوند دڅيړونکو نظريات

ترکومه بريده چې معلومه شوې ده د(افغان) کلمه داوغان کلمې نه اخيستل شوې ده په اسلامي دوره کې دمؤرخينو له خوا دپښتنو دپاره استعمال شوې ده خو ابونصر عبدالجبار العتبي په تاريخ يميني کې په واضح ډول داليکي چې په افغان کې داوغان تعبير دي په اسلامي مؤرخينو کې هم ابوريحان البيروني ، فردوسي طوسي ، ابوالفضل بيهقي ، اومنهاج السراج اوداسې نور مؤرخينو هم دافغان نوم بيابيا ددې خلکو (پښتنو) دپاره استعمال کړې ده (۷)مخ ۸۷.

سيدجمال الدين افغان وايي چې دافغان کلمه له (آه) او (افغان) څخه اخيستل شوې ځکه کله به چې دمرستې خلک له غور اوسليمان غرونو څخه راغلل خلکو به پوښتنه کوله چې دکوهستان خلک څنګه وه ؟ دوي به ويل (کوهستان مګوئيد افغانستان بګوئيد) زيرا به جزافغان وفرياد وغوغا درآن چېزي ديګري نيست ، نو له همدې آمله هغوې ته افغان اوددوي ځاي ته افغانستان وايي (۹ ) مخ ۴۴.

په ديارلسمه هجري پيړۍ کې دافغانستان دټولوقبائيلو دپاره که پښتانه وؤ اوکه غيرې پښتانه دافغان نوم ويل شروع شول اوددوې داوسيدوځاي افغانستان په نوم مشهور شو او ددې علاقې پخواني نوم (خراسان ) داستعمال ووتلو ولې ددې باوجود تراوسه پورې پښتانه د افغان په نوم يو ملي نوم ګڼي نه قامي اوتاريخي اوهمداسې په کار هم ده ځکه چې دپښتون نوم ډير زوړ دي دانوم دپښتنو تاريخ تر ويدي دورې رسوي دغه نوم دنن نه (۲۵۰۰) کاله وړاندې هيرودت اونورو مؤرخينو په خپلو آثارو کې ذکر کړي دي (۷) مخ ۷۸.

پـښــتـودپــښـتـنوژبــــه

ژبه دانسان دهويت يوه نښه اودپوهاوې تر ټولومهمه وسيله ده ټولې ژبې دالله ج دقدرت نښې دي اوهر يوه ژبه دبشريت دسترې کورنې يوګډ فرهنګي ميراث دي چې ساتنه او پالنه غواړي په مورنۍ ژبه ترلاسه کيږي او دهويت لرل اوساتل په بشري حقوق کې راځي اوهر بشري حق په يوه اندازه عام ، مهم ،حياتي يوله بله نه بيليدونکي اودعملي کيدو وړدي.

پښتوژبه دمنځني آسيا ، جنوبي اوغربي آسيا په منځ کې مېشت ديوه لوي قام ژبه ده شاوخوا۶۰ ميلونه وګړي ورباندې خبرې کوي ( ۱۱) مخ ۳۸.

کارواولف په خپل کتاب پښتانه کې ليکلي دي ، دي پښتوژبې په هکله که څه هم زمونږ شواهد ډير پاخه نه دي خو داپوره څرګنده شوېده چې دساکا له ژبو اولهجو څخه راخوځيدلې ده (۸) مخ ۱۱۶.

محقق محمد آمين خوږياني ليکي چې هسې خو دپښتوژبې قدامت مسلم دي ځکه چې دهغه په وينا ددې ذکر يو خو په ويدا مها بهارت او اوستا کې راغلي دي اوبل سټرابو اوهيرودت هم دسکندر حملې په ضمن کې ددې ذکر کړي دي دده داخيال دي چې پښتوعوامي ژبه وه چې دعملي کولو په غرض ئي ځېنې عالمانو ملا وتړله اودضرورت مطابق يي مهذبه کړه (۱۰) مخونه ۲۹- ۳۰

 

پــــــايــــــله

داچې پښتا نه د ازاد طبيعت خاوندان او سرلوړي انسانان دي . همدا وجه وه چې د هند پر قلمرو د حملو لمړنۍ مقابله پښتنو کړي ده پدي باب د تاريخو نو روايات او شهادتونه د لمر په څير روښانه حقايق دي . دا هم ځلانده واقعيتونه دي چې پښتنو د تاريخ په اوږدو کې په اصلي معني د هيچا استبداد ته د تسليم سره نه دي ټيټ کړي له دې کبله له نورو افوامو څخه ليرې پاتې شوي دي .

دپښتنو د ډيرو پخوانيو زمانو کار نامې او واقعيات او س هم پټ دي زمونږ افسوس دادي چې د پيړيو د تمدن په کاروان کې د تکامل د پړاو تاريخي واقيعات او کارنامې موپټې تابې شوي او اوس کوم ليکلي معلوماتونه په لاس نه راځي چې د هغوې پر بنياد د پښتنو د اصل او نسل په باب د تاريخ مختلف اړخونه څرګند شي .

دا چې د پښتون قام د اصل او نسل مساله يوه تحقيقي او تاريخي مساله ده او د معقولو تاريخي شواهيدو په رڼاکې يې حل کول پکار دي . که دا تاريخي شواهد له هر چا او هر لور تر لاسه کيداي شي کوم توپير نلري خو چې ملم ، حقيقي ، معقول او د منلو وړوي چې پدې باب د عالمانو مختلف نظريات بيان شوي دي چې لومړي نظريه عالمان وايي چې پښتانه اصلاً بني اسرئيل دي دانظريه په لومړي ځل په (مخزن الافغاني ) کي دنعمت الله هروي لخوا چې دمغل پاچا جهانګيرددربارواقعه نويس و ليکلي شوي ده .همدارنګه قاضي عطاالله خان مرحوم هم دغه نظريه منلي په مستشرقينوکي سروليم جونز، الکساندربرنس اومسټرراورټي هم ددي نظريي تائيد کړي دي اووايي پښتانه غالباً نسلاًبني اسرائيل دي .

همدارنګه دپښتوژبي ستر عالم مولانا عبدلقادرمرحوم په خپل مضمون ((پښتانه څوک دي )) کي ليکلي اوخپله نظريه داسي وړاندي کوي چې افغان ، پښتون ،بتان (پټهان ) دملي عنعناتوقبائلي رواياتوکلو يعني رسوماتواودلباس شکل وشباهت اوطبيعي جذياتوپه لحاظ بني اسرائيلوته ډير نږدي ښکاري.

جورج روزچې دپښتنواويهودوداصل نسب په اړوندمستقل کتاب ليکلي دي هغه په نتيجه کي وايي چې اينده خداي ته معلومه ده خودراټولوشووشواهدوپه اساس ، يقين ته تږدي ګومان دادي چې افغانان داسرائيلولس ورکي شوي قبيلي اودشرق سلطانان دي ، همدارنګه يوبل ليکوال والټرهم وايي پښتانه اصلاً بني اسرائيل دي .

خود پښتنوداصل نسل په باب دوهمه نظريه داده چې وايي پښتانه دابراهيم (ع) په نسلي سلسله کي دبي بي قطوري داولادي څخه دي .

چې ابراهيم (ع) دخپلوبيبيانوزامن دمشرق ملک ته له ځانه ليري ليږلي وه .چې بياداخلک (پشت ) سيمي ته وکوچېدل چې دغه دپشت سيمه په اسلامي دوره کي په طبرستان يا ديدله ددي نظريي مطابق ددي علاقي خلک دوخت په تيريدوسره اول پاشتين اوبيا پشتون اوپشتانه په نومونو مشهورشول .

اودريمه نظريه دپشتون دصل نسل په هکله چې ډيره مشهوره ده هغه داده چې وايي پښتانه دهغه اريا يي قبائيلويوڅانګه ده کوم چې په تاريخ کي دهندو اروپايي ارياګانوپه نامه مشهوردي دانظريه دلفظ پښتون اوپښتوژبي په ناريخي اولغوي څيړني منبي ده .چې په اوستا اوقديم مذهبي کتاب ويرکي دکتاب پښتوذکر راغلي دي . اوماهم په خپله دي څيړني کي دنظرياتوپه کتني سره اريايي ثبوت کړي .خودوه متضادې نظريي وجودلري چې يويي ساميان ګڼي اوځيني نوريي اريايي قبيلويوه څانګه بولي .خود اسرئيليت نظريه ديوي افساني نه زيات اهميت نلري .دپښتنوژبه پښتوده اوترټولوغوره امتيازيي دادي چې پښتانه ټول مسلمانان دي

 

 

دپښتنو تاريخي څرک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افغانستان د اسيا د لويې وچي په زړه کي پروت لرغونۍ هيواد دۍ . د دې هيواداوسيدونکو په زيات زماني واټن کي ډول ډول مدنيتونه مينځته راوستې ،او سترې کارنامې او نه هيريدونکي پيښي يې د خپل تاريخ وياړ ګرځولي دي . د دي هيواد تاريخ د بيلا بيلو قو مونو په شتون او پيوستون سره داسي ښکلې شوې چي هره پاڼه يې د ذاتي کيفيت لرونکې او هر عنوان يې د برم بيان دۍ. د دې قومونو شته والۍ په ځانګړې توګه مشر ورور يا پښتون قوم د هيواد دتاريخ وياړلې ماهيت ګرځيدلې دۍ ، چي له يوې خوايې د هيواد هويت ټاکلۍ او له بلي خوا يې د هيواد په پت ساتنه کې ستري وياړني خپلي کړي دي .

د پښتون قوم د سټي او ريښې پيداکولو په اړ وند د پخوانيو زمانو راهيسې د زيات شمير پو هانو او ليکوالانو څيړني او ليکني شته چي هر يوه ليکوال په خپل اند او فکر د خپلو څيړنو نتيجې په خپلو اثارو او تاليفاتو کي برملا کړيدي . خو د زماني بدلون د ليکوالانو په اثارو کي څرګند دي . تر اوسه چي کومي ليکنې د پښتونو د سټي او ريښې په تړاو شوې او خپاره شويدي ، کيداشې دا ليکني له بنسټه پر دوو برخو وويشو : لومړۍ د ضديت پر بنسټ ، دوهم د علميت پر بنسټ ليکني دي .چي په دې برخه کي د پورتنيو بنسټو نو په اړه په زيات لنډون د ځينو اړينو مطالبو يادونه کوم .

لومړۍ د ضديت پر بنسټ ليکنې : په زياته پيمانه د دي ډول ليکونو اخځ او مر جع فکلوريک او افسانه وي روايات دي ، او هغه وخت چي دا روايات د تعصب سره يوځاې شي بيانو د ضديت پر بنسټ د ليکلو لپاره مطالب را زيږيولای شي .د بليلګي په توګه د دي ډول ليکنو څخه چي د پښتون قام سره د ضديت پر بنسټ ولاړي دي يو هم د ايراني ليکوال او ډيپلومات مهدي فرخ ليکني دي چي نه يوازې داچي تاريخي واقعيت يې په ليکنو کي د افغانستان په اړه نه ليدل کيږي بلکي د پښتنو او افغانستان سره د عصبانيت لمبي يې له ورايه څرګنديږي . په دي اړه يوه روښانه بيلګه په 1919 ميلادي کال د افغانستان د خپلواکۍ د بيرته اخستلو په هکله د نوموړي يادوني را يادوم چي په خپل اثر ( تاريخ سياسي افغانستان نو ) کي يې خپل اند داسي انځور کړيدۍ چي ګويا د افغانستان خپلواکي د انګليسي سياست پوهانو يوه پيرزوينه وه ، نه دا چي افغان اولس انګليسي قوماندانان دي ته اړ کړل چي د افغانستان خپلواکي په رسميت وپيژنی . په داسي حال کي چي دا حقيقت ټولو ته څرګند دۍ چي په 1919 ميلادي کال د زرګونو افغانانو د سر ښندنې او قربانيو په وجه وروسته له هغه چي انګليسي ځواکونو د جګړی په بيلا بيلو برخو او محاذونو کي پوره ماتي وکړه ، بيانو انګليسي واکمنانو د افغانستان خپلواکي په رسميت وپيژندله . په دي حقيقت نه يوازې افغاني مورخين بلکي انګلسي مورخين او څيړونکي هم پوره قايل دي چي افغانانو د يوې سختي او درنې جګړي وروسته خپله خپلواکي تر لاسه کړل ، خو داچي ايراني ليکوال مهدي فرخ د افغانانو لپاره دابرۍ نه خوښوې نو ځکه يې روښانه لمر ته دوې ګوتي نيولي او د لمر د پټولو هڅه کوي . همدي ليکوال د پښتنو د سټي او ريښې په اړه هم خپل عصبانيت نه دۍ پټ کړۍ ، نوموړۍ په خپل اثر کي په هغه جوړي سوي افسانې او جعلي روايت زور اچولۍ چي وايې : د افغان نوم د دوو کليمو څخه جوړ سويدۍ ( اهه ) او ( فغان ) او مانايې اهه او فغان ده ، د نوموړي له انده د ضحاک په وخت کي يو شمير کسان د دښمنانو لاس ته ولويدل او دښمنانو هم د هغو کورنيو ټول نارينه مړه کړل او د ښځو سره د زور زياتي اړيکو پر بنسټ د نوي نسل د زيږد پر وخت اهه او فغان اوريدل کيدۍ ، نو د هم هاغه زور زياتې اړيکو څخه را ټوکيدلۍ نسل افغانان دي .

له بده مرغه يو شمير ليکنې د تعصب پر بنسټ خپرې شويدي ، تر کومه ځايه چي د متعصبينو توان وو نو خپلي رايې ته زور ورکړيدۍ ،کله چي يې د خپل اند د پراختيا زمينه نه ده ليدلې بيايې په لوي لاس د پښتنو د سټي او ريښې په اړه و هغو رواياتو او نکلونو ته لاره هواره کړې چي علمي بنسټ نه لري دا ده دي لپاره چي ديو شمير لوستونکو او څيړونکو په تيره بيا بهرنيو څيړنکو پام د نوو علمي څيړنو د نتيجو څخه واړه وي . په دي برخه کي بيا ديوي بيلګي يادونه اړينه بولم ، او ديوه هلندي څيړونکي هغه اثر ته ګوته نيسم چي په غالب ګمان يې د افغانستان د تاريخ ليکلو لپاره د هغو منابعو او اخذونو څخه مرسته غوښتې چي يا د غير پښتون په وسيله ليکل سوي او يا يې هغه اثار چي د پښتنو په اړه د نويو څيړنو څرک پکښي نشته کارولي دي .

د لايدن پوهنتون يوتن استاد په خپل هيواد کي د افغانستان د مينه والو لپاره په هلندي ژبه په 2002 ميلادي کال د افغانستان په نوم يو معلوماتي اثر خپور کړ . په دې اثر کي له دريو عمده برخو څخه يوه برخه په افغانستان کي ميشتو مليتونو ته ځانګړي شويده . نوموړي د پښتنو د ريښې او سټي په اړه هم هاغه زاړه روايات او بيا دهغه ملا نعمت ا لله (( نو موړۍ د جهانګير د دربار منشي وو او مخزن افغاني نومې اثر د ليکلو کار يې ښايې په 1612 ميلادي کال پاې ته رسولۍ وي )) کيسه او نکل ليکلې چي پښتانه يې د عبريانو اويا اسرائيلو يو ښاخ ګڼلې او د وخت هندي مغولي دربار ته د نيمګړو معلوماتو په ورکولو سره يې د يوه داسي نکل بنسټ کښيښودۍ ، چي د زيات شمير ليکوالانو لپاره يې د کالونو کالونو په ترځ کي د روايتي منبع په توګه کار ورکړ ، خو دادۍ د ورستنيو علمي څيړنو پر بنسټ نه يوازي هغه روايت ناسم راوخوت بلکي د پښتنو اريائتوب يې په علمي بنسټ څرګند او برملا کړ .

زه نه غواړم د ملا نعمت ا لله د روايت د ترديد لپاره دلايل و ليکم ، په دي اړه غواړم د درنو لوستونکو پام هغو اثارو ، کتابونو او ليکل شوو مطالبو ته را واړوم چي په هغو کي د نعمت ا لله د روايت د تر ديد لپاره په پوره تفصيل ارزښتمن او علمي مطالب ليکل سويدي. د يادوني وړده چي په دي اړه د ټولو هغو اثارو يادونه ممکن کار نه دۍ چي د نوموړي ملا او دهغه د پيروانو په اړه د ترديد علمي مطالب او مباحث ترتيب او خپاره سويدي ، دلته يوازي دبيلګي په توګه د يوشمير اثارو او ليکنو يادونه کوم .

لومړې د هغوافغاني مورخينو او اتنولوجستانو له خواد ليکل سوو اثارو بيلګي ليکم چي د نوموړۍ ملا د رواياتو او هغه ته د ورته نورو رواياتو او نکلونو په وړاندي يې د علمي اصولو پر بنسټ د منلو وړ حقايق او واقعيتونه را برملا کړيدي : د پښتو ادبياتو تاريخ دوه ټوکه د علامه حبيبي ليکنه ، د افغانستان لرغونۍ تاريخ لومړې ټوک د استاد احمد علي کهزاد ليکنه ،پښتانه د تاريخ په رڼا کي د ظفر کاکا خيل ليکنه ، افغان او افغانستان د پروفيسور کاکړ ليکنه، لودي پښتانه د پروفيسور رشاد ليکنه ، پښتنې قبيلې د لطيف طالبي ليکنه ، لر غوني اريائيان د خير محمد ساد ليکنه ، نقد بر افغان نامه د سر محقيق عطايې ليکنه ، د افغانستان لرغونۍ تاريخ د پروفيسور ضمير ساپي ليکنه ، پښتانه اريائيان دي ګلجانان ظريف ، د پټي خزانې حواشي د علامه حبيبي ليکنه ، پښتانه څوک دي د دوست شينواري ليکنه او په دې ترتيب نور په لسګونو علمي اثار .

د افغاني مورخينو او څيړونکو په څير يو شمير بهرني ليکوالانو هم د پښتنو د سټي او ريښې په اړه د نوو علمي څيړنو پر بنسټ د پښتنو اريائيتوب منلې او په بيلا بيلو اړ خونو کي يې د ثبوت لپاره منلي علمي مطالب وړاندي کړي چي د بيلګي په توګه د يو شمير هغو بهرنيو پوهانو د اثارو نومونه يادوم چي د پښتنو اريائتوب يې د يوه علمي حقيقت په توګه ثابت کړيدي : د کنشکا د سره کوتل ډبرليک ( باختري ژبه ) د هيلموت هو مباخ ليکنه او د پوهاند زيار ژباړه ؛ پښتانه ( پټانز ) د سراولف کارو ليکنه چي د ژباړي چاري يې الحاج شير محمد کريمي تر سره کړيدي ؛ پښتانه او ورونه مليتونه ګډ پيښليک _ ګډ برخليک د بورخاردبرينتس ليکنه ؛ او په لسګونو نور اثار چي د ټولو ليکل په دي لنډه مقاله کي ممکن کار نه دۍ .

ګران لوستونکي په خپله خوښه کولاي شې چي د ملا نعمت ا لله او دهغه د نورو پلويانو د مطرح شويو رواياتو د سپيناوي لپاره ياد شوي اثار ولولې ترڅو دا په اصطلاح پټ راز ورته څرګند شي . خو زه په دي برخه کي په لنډه توګه د هغو مطالبو يادونه کوم چي د پښتون قام ريښه لرغونو اريائيانو ته رسوي ، بايد زياته کوم چي په دي برخه کي به زه زيات نوي مطالب ونه لرم خو دومره به وي چي د پخوانيو څيړنو پر بنسټ يو لنډ مطلب وليکل شي څو د ځوانو پښتنو لپاره د پوهيدو وړ وي .

د پښتنو تاريخي څرک : پخوا تر دي چي د پښتنو تاريخي څرک ته مخه وکړو ، لومړۍ د يوه ټولنيز بهير بنسټيز ار ته د درنو لوستونکو پوره پام اړول غواړم ، او هغه داچي : د ټولني ټو ليز شتون اوښتون لري ؛ ټولنه هغسي چي په تيره زمانه کي وه اوس هغسي نه ده او هم به په راتلونکي کي داسي نه وي لکه چي نن ده . د دي ار په نظرکي لرلوسره کيدای سی د پښتنو تاريخي څرک واخلو او په لاره کي د تړلو دروازو پرانستل د همدي ار په مرسته وکړو .

د پښتنو تاريخي څرک به له دې ځايه پيل کړو چي پښتانه اريا ئيان دې ، لا تر اوسه ارين پوهان د اريائيانو د لومړني وطن په اړه يوه خوله نه دي . د اريائي قومونو د لومړني ټاټوبي ( مسقط الراس ) په توګه دري لرغوني سيمي يادي شويدي ، د اورال او کسپين بحيرو چاپيره سيمي ؛ د زرافشان او تيانشان درې او د امو سيند شمال ختيځي ښيرازي سيمي . په هر تقدير ، څه وخت چي د نوموړو قومونو شمير زيات او د ميشت نويو ټاټوبو ته اړتيا پيدا شوه ، بيا يې په بيلا بيلو زمانو کي ډله ايزي ليږديدني وکړې چي ددې ډله ايز ليږد د پيل تاريخ د 3000 څخه تر 2500 کاله پخواتر ميلاد کالونه ټاکل سويدي.

د اريائيانو په اړه تر ټولو باوري منبع هغه تاريخي ويني او بولني ( سرودونه ) دي چي ټولګه يې د ويدا په نوم ياديږي ، او دا د افغانستان تر ټولو لرغونۍ تمدن هم دۍ چي مورخين يې د ويدي تمدن په نوم يادوي ، اولرغونتوب يې څه ناڅه 1800 کاله پخواتر ميلاد کالونه په بر کي نيسي . دا هغه وخت وو چي اريائيان د امو سيند سهيلي څنډو ته رسيدلې او دبلخ په لرغوني ښار کي يې د ښيرازه تمدن بنسټ ايښۍ او هغه تمدن ته يې د ودي او پراختيا لورۍ پرانيستۍ وو. څيړونکو ثابته کړې چي ويدي بولني په بنسټيزه توګه د هندوکښ په سهيلي برخو کي ويل سويدي ، خو د څيړونکو په اند د هندوکښ په سهيل کي د ويدي بولنو هر اړخيز توب او توان دومره غښتلې دۍ چي بيله شکه د دي ليکنيزو ادبياتو وړاندې ، د ويانديزو يا ګړني ادبياتو شتون ثابته وي . په دې ترتيب پخواتر دې چي اريائي قومونه په بلخ کي د يوه پر مختللي مدنيت بنسټ کښيږدي ، د هندوکښ په شمال او د امو سيند په سهيل کي يې د مدنيت وړاندي کلتوري مرحلو بيلا بيل پړاونه تير کړيدي .

د ويدا په څلورو برخو ( ريګويدا ؛ اتهرو ويدا ؛ ويجورو ويدا ؛ او ساما ويدا ) کي د اريائي قومونو د ژوند په اړه هر اړخيز معلومات شته چي د تاريخي څيړنو لپاره ارزښتمن مواد دي . په دي برخه کي يوې بيلګي ته د لوستونکو پام را اړوم : پکهت ؛ دا هغه نوم دۍ چي د ريګويدا په متن کي زيات ياد سويدي . ژبپوهان د پکهت نوم د پښتون د نوم پخوانۍ شکل ګڼي په دي اړه د رګويدا په ويينو ( سرودونو ) کي د پکهت د نوم د يادولو څو بيلګي را وړم :

1 -- ... بريګو س او درپهو س ژر غوږ و نيو ۍ يوه دوست بل دوست ته د دو ليرو قبيلو په منځکي نجات و با خښه ... د پکهت او بهالانا او الينا او شيوا او اوشيانن خلق سره راټو ل شو ل د اريائي ملګري لار ښو ونو ته د تريتسو قبيلي ته راغۍ ، د ده دا زړه ورتوب ، را تګ له دي امله وو چي له جګړي سره يې مينه درلوده .

له دي سندري څخه څرګنديږي چي پکهت ( پښتون ) او بهالانا ( بولانيان ) الينا ( نورستانيان ) شيوا ( د کابل د شيوکي خلک ) په يوه جګړه کي سره ملګرې وه .

2-- ... اي ايندرا ! ته ډير لوی يې له تا څخه غواړم چي موږ ته پې وري غواوي راکړې ! لکه مدهه پاتي تيا او ني پاتي تيا ته چي دي ورکړيدي .هغه سي لکه د کنوا ټبر او د تراساديوس شهزاده او پکهت او ساوراچا ته چي دي ورکړيدي .

3-- ...اي اسونا نو (( د سهار دوه ستوري ))پر خپلو جنګي اربو سپاره شۍ ، پر خپل طلايې پلاز کښينۍ ، اي هغو خلکو چي تاسي بايا ن ياست او هغه مرستي چي تاسي له پکهت او ادريکو سره وکړه ، نو با بهرو له خپلو دوستانو څخه بيل شو.

په دي ترتيب د پکهت يا پښتون ډيره لرغونې يادونه په ليکل شوې ويدا کي شته ، او د يوي قبيلي په توګه يې د وخت په پيښو کي ټاکلې ونډه درلوده .

د افغانستان د لرغوني تاريخ د پوهيدو لپاره يو بل معتبر ماخذ د اوستا مقدس کتاب دۍ چي د زردشت يا سپين تمان په وسيله مينځ ته راغلۍ او تبليغ شويدۍ . مورخين د دې اثر دتبليغ او حاکميت زمانه د 1200 پخوا تر ميلاد څخه بيا تر 700 کاله پخوا تر ميلاد کالونه په ګوته کوي . د ازمانه د افغانستان په تاريخ کي د اوستايې تمدون تر عنوان لاندي مطالعه او څيړل کيږي . دا مدنيت هم د ويدي مدنيت په څير د اريائيانو له خوا منځته راوستل شو او وده يې ورکړل ، چي د پښتنو ونډه بياهم رو ښانه وه ، د بيلګي په توګه د زردشت يو ډير اوريدونکۍ نوم سپينتمان وو چي په اوسنۍ پښتو کي هم پوره د پوهيدو وړ نوم دۍ . د دي سره سره چي د اوستايې متونو په ځينو برخو کي د سهاکو قبيله ښه نه ګڼي .

د سپين تمان د نوم سربيره يوشمير نور نومونه هم په اوستا کي څو څو ځله راغلي چي ځني يې تر اوسه په خپل حال پاته دي او يو شمير نومونه په لږ تغيير په اوسنۍ پښتو ژبه کي هم د پوهيدو وړ دي ، چي په دي برخه کي د يو څو بيلګو په يادولو بسنه کوم : سپينه ګوناغيري ؛ په اوستا کي دا نوم يوه غره ته منسوب دۍ چي جغرافيه پوهانو يې موقعيت د اوسنې سپين غره ټاکلۍ دۍ . ويسه ؛ داکلمه تر اوسه هم په پښتو ژبه کي بيله توپيره کارول کيږي چي مانا يې ويسا او باور دۍ . په همدي ترتيب د ورشو کلمه چي په ويدي او اوستايې مدنيت کي کارول شويده ، او داسي نوري کلمي او مفاهيم شته چي د پښتنو او پښتو ونډه په اوستايې مدنيت کي بر ملا کوي .

د پښتنو د تاريخي څرک لپاره د معتبرو ماخذونو په لړ کي تر اوستا يې متونو وروسته تر ټولو ډاډمن ماخذونه هغه ليکني دي چي د يوناني مورخينو په وسيله ليکل شوي او د منځنۍ اسيا په بيلا بيلو سيمو پوري اړه لري ، په دې برخه کي د بيلګي په توګه يوازي ديوناني نامتو مورخ هيرودوتس ( په 425 تر ميلاد وړاندي کالونو کي مړ شويدۍ ) هغه يادوني رانقلوم چي نوموړي د پښتون او د پښتنو د هيواد په اړه په خپلو اثارو کي په ډير ځله ثبت کړي دي . د بيلګي په توګه ، هيرودوت ليکې :

1 --- سر بيره پر دې نور هنديا ن هم شته چي د پاکتو يک هيواد د کاسپارتوس له ښار سره سرحد لري ؛

2 --- د پاکتو يک خلکو د پوستکي چپني اغوستې او د خپل هيواد لندۍ او چړې يې له ځا ن سره درلودې .

3 --- يوه کوچي قبيله چي ساګار توې نوميږي ايرانيان دي ، په لبا س کي نيم پاړسي او نيم پکتوا ن دي .

4 --- دو ۍ خپل دغه دريايې سفر د پاکتو يک هيواد د کاسپارتوس له ښاره پيل کړ . دټولو ژبپو هانو پر دې ټکي اتفاق دۍ چي د پا کتويک مانا اوسنې پښتون دۍ .

پر هيرودوتس سربيره يوشمير نورو يوناني ليکوالانو او جغرافيه پوهانو لکه بطليموس ، هيکتايوس او نوروهم د پښتنو په اړه په خپلو اثارو کي يادوني کړيدي بطليموس په مکرر ډول د پکتين نوم ياد کړيدۍ ، او همداډول د هيکتايوس په اثارو کي د کاسپاپور ( پيښاور ) ګندهارا ( ننګرهار ) او نور نومونه راغلۍ دۍ .

د مقدوني سکندر سره د جګړو په مهال ( د 330 څخه تر 326 د ميلاد وړاندي کالونه ) نه يوازي د پښتون قوم يادونه په واروار شويده ، بلکي د بيلا بيلو قبيلو يادونه هم شويده دبيلګي په توګه : د شتک ( خټک ) اسپزي ( يوسفزي ) ساګاري ( ساخري ) او نورو نومونه يادولاي شو .

د لومړۍ ميلادي پيړۍ په درشل کي د پښتنو يوي قبيلي چي سهاک نوميدل د يوي لويې واکمنۍ بنسټ کښيښود ، چي د افغانستان په تاريخ کي د کوشاني امپراتورۍ په نوم پيژندل شويده . د همدي پاچاهانو په وخت کي د پښتو ژبي ګړنۍ يا دوييني برخي د وخت په ليکنو کي معمول ګرځول سويدي ، د بيلګي په توګه د بغلان د سره کوتل په ډبرليک کي د اوسنۍ پښتو ژبي ډيري ګړنۍ کليمي ليکل شويدي لکه : انند ( ننداره) ؛ وکيدو ( کيدل ) ؛ بګه ( بغي ) ؛او نور .

د کوشاني امپراتورۍ وروسته د پښتنو بله قبيله چي ايپتالي يا ابدالي نوميدل په ( 425 ميلادي کال ) د لويې امپراتورۍ په جوړولو بريالي شول . د ايپتالي يا ابدالي پاچاهانو نومونه لا تر اوسه په پښتو ژبه کي کارول کيږي ، د بيلګي په توګه : توره منه ( توره وهونکۍ ) ايپتالي پاچا ( په 502 ميلادي کال وفات شو ) .مهراکولا ( مهر ګل ) په 542 ميلادي کال وفات شو ، او داسي نور .

د ايپتالي پاچاهانو پاتشوني او د زابل واکمنانو چي د پښتنو په بيلا بيلو قبيلو پوري يې اړه درلودل لږ تر لږه د 300 کالونو پوري د عربي لښکرو په وړاندي د خپلي سيمي ژغورني ته ملا تړلي وه، تر هغو چي د سيستاني يعقوب ابن ليث صفار په وړاندي يې خپل مورچلې پرېيښودلې او اړوندي سيمي يې د صفاري واکمنانو تر سيوري لاندي شوي .

د اپتالي پاچاهانو وروسته د ځينو چيني زيارت کونکو او بيا تر هغه وروسته د عربي ليکوالو په اثا رو کي د پښتون د نوم څرک په زياته پيمانه ليدل کيږي ، خو د دي نوم تر څنګ د اپګان يا افغان نوم هم په سترګو کيږي چي تر ټولو پخوانې شکل يې په ساساني ليکنو کي ليدل کيږي چي تاريخ يې دريمي ميلادي پيړۍ ته رسيږي .او تر هغه وروسته د چيني ليکوالو او زيارت کونکو په وسيله ثبت سويدۍ ، د بيلګي په توګه چيني نامتو زيارت کونکۍ هيونتسنګ د پالا نه د سيمو د ليدلو وروسته د يوه بل هيواد نوم اپوګان ياد کړيدۍ چي د زياتو څيړنکو په اند دا نوم د افغان پخوانې شکل دۍ . ښايې د عرب ليکوال المسعودي په اثر کي ياد ه شوې د ابغان کليمه هم افغان وي که دا خبره سمه وخيژي بيا به المسعودي لومړې عربي ليکوال وي چي د افغان کليمه يې کارولې ده ؛ خو د حدود العالم من المشرق ا للمغرب ليکوال بيله شکه د افغان کليمه او نوم په پوره وضاحت ياد کړيدۍ . د بيلګي په توګه نوموړې ليکي : ساول يوه نعمت لرونکې سيمه ده چي هلته افغانان اوسيږي .

زابلي پاچاهان د پښتنو هغه غير مسلمان وروستي پاچاهان وه چي د صفاريانو په وسيله د ماتي سره مخامخ شول ، له هغه وروسته بيا په 940 ميلادي کالونو کي د مسلمانو پښتنو واکمني په پاشلې توګه د افغانستان په سهيل لويديځو سيمو کي تاريخي اثارو ثبت کړيده . له نيکمرغه د محمد هوتک پټه خزانه ؛ د سليمان ماکو تذ کيرت ا لا اوليا ؛ د اخوند درويزه تذکيرت الا ابرار او زيات شمير نور اثار په پوره تفصيل د بيټ نيکه او د هغه د ورونو په اړه په زړه پوري معلومات لري ، چي ګران لوستونکې د نوموړو اثارو لوستلو ته په زيات درنښت رابولم

 

 

 

پښتنو فوکلوري تاریح او تاریخی فوکلور

 

 

د پښتون قام، پښتو ژبی ، قبایلو او د پښتنو د ټاتوبي او د هغوی د منشأ په باب په بهر او داخل کی پوهانو ډیری زیاتي لیکني کړی دي. چا بنی اسراییل، چاقبطیان، چا الباني اصله او چا هم د اریایانو اصیل زامن بللي دي. دلته زموږ هدف ددې نظریاتو او عقایدوردول او تاییدول نه دي بلکه دا خبره کوو چی دغو اکثرو مورخینو په پای کی د خپلو تحقیقاتو نتیجه بیرته پر هغو فوکلوری افسانو بنا کړې ده چی له لویه سره هیڅ اساس نه لري او زیاتره خو یوازي د یوه لیکوال پر هغو اطلاعاتو تکیه کوي چی یوازي په هغه لیکوال پوري اړه لري او په بل هیڅ کتاب کی راغلي نه دي. ددې فوکلوري تاریخ تر ټولو لوی نکلچي خواجه نعمت الله هروي پخپله د پښتنو او اسلام له تاریخ څخه بی خبره دی او چی هر څه یی زړه غوښتي دي هغه یی لیکلی دي. له بده مرغه چی بهرني او داخلي مورخین او څیړونکي، طبیعی خبره ده چی دده په دغو نیمګړتیاوو پوهیدلی دي، د هغه له تاریخی اشتباهاتو څخه په غټو سترګو تیر سوي دي او حتی لا وروسته یی په هغو کتابونو هم استنادونه کړي دي چی نورو له تاریخ څخه بی خبرو مورخینو د خواجه نعمت الله پر فوکلوري خوبونو اضافه کړي دي. د دې غلطو اطلاعاتو او څیړنو تاوان په دې کی نه دی چی موږ ته د پښتون قام په باره کی ګمراه کونکي معلومات راکوي بلکه لوی تاوان یی دادی چی دغه غلط اطلاعات په اصطلاح له آدمه تر دې دمه د پښتنو قومونو تر منځ د اختلافاتو عامل ګرځېدلی او تر نن ورځی پوري یی دوام کړی دی. فوکلور، افسانې او فوکلوري تاریخ د یوه قوم د هویت لویه برخه ده. په نړۍ کی چندانی داسی قام نسته چی د خپلی ریښې او منشأ په باره کی افسانې ونه لری. هر قام ځانته لیکلی او شفاهي تاریخ لري. فوکلوري افسانې په حقیقت کی د یوه قام د کلتور او فرهنګ ډول او سینګار دی. خو کله چی یو قام تعلیم یافته او لوستی سي نو افسانې له ریښتوني تاریخ څخه بیلي کړې. البته، په افسانو کی هم د خپل ریښتوني تاریخ څرک لټوي. خو زموږ د تحقیقاتو لویه نیمګړتیا په دې کی ده چی د خپلو افسانو په مقابل کی، چی زیاتره وختونه ريښتونی تاریخی اساس نه لری، او په مقابل کی یی د ردولو لپاره په زرهاوو کره ، تاریخی او لیکلي شواهد موجود دي، بیا هم پر خپلی خبری ټیګ ولاړ یو او غواړو په یوه او بل ډول هغو ته ریښتونی تاریخی رنګ ورکړو. د همدغو بې اساسو تاریخی افسانو پر اساس مو خپل تاریخی تحلیلونه بنا کړي او حتی د قومي جلاوالي او بدیو د دوام سبب مو ګرځولي وي. د پښتون قام د سرچینی او پښتنی قبایلو په باره کی زیاتره اطلاعات د خواجه نعمت الله هروي پر مخزن افغانی و تاریخ خان جهاني باندي، چی په اوه لسمه میلادي پېړی کی یی لیکلی دی، ولاړ دي.

 

خواجه نعمت الله په پوره زړه ورتوب له خپلی زمانې څخه څه باندي دوه زره کاله پخوا پیښو په باره کی داسی بحث کوی لکه لیکلي اسناد او تاریخونه چی یی مخي ته پراته وي. د هغه په تعقیب د نولسمی پیړۍ په پای کی شیر محمد خان ګنډاپور د تواریخ خورشید جهان په نوم یو کتاب تالیف کړ او په همدغو کلونو کي په صوبه سرحد کی د انګریزانو یوه مامور ډیپټی محدحیات خان د حیات افغاني په نوم یو کتاب ولیکی او د قبایلی افسانو په برخه کی یی هماغه د خواجه نعمت الله بی اساسه خبري په یوه او بل شکل تعقیب کړې. ددې دریو واړو تاریخ لیکونکو یوه مشترکه وجه دا ده چی درې واړه د تاریخ او، په تیره بیا د سیمی له تاریخ څخه تر ډیره ځایه بی خبره دي او دریو واړو، د خپلو تاریخونو په لیکلو کی، په ډېرو ځایونو کی، په بشپړی بې مسولیتی ،پر فوکلوري روایاتو باندی تکیه کړې ده. د همدغو کتابونو زیاترو بی اساسو خبرو د پښتنو د تاریخ په باب سل هاوو کتابونو او تحلیلونو ته لاره وکړه او د قبایلو د ویش په برخه کی یی زیاتره خبری تر نن ورځی پوري د پښتنو ترمنځ د بې دلیلو ویشونو او حتی قومي دښمنیو سبب ګرځیدلي دي.

 

خواجه نعمت الله هروي په خپل پورتني یادسوې کتاب کی لیکي چی شمویل علیه السلام له خپل قبر څخه را ووت او د اسراییلو پاچا طالوت ( په تورات کی ساول دی) ته یی وویل چی د هغو لویو ګناهونو او بې عدالتیو څخه چی تا کړي دي د بخښل کیدلو یوازینی لاره داده چی خپله پاچهي داوود علیه السلام ته پریږدې او د خپلو لسو زامنو سره د کفارو سره په جګړه کی شهید سې. طالوت خپله پاچهي داوود علیه السلام ته تسلیم کړه او هغه ته یی وویل چی دده د هغو دوو میرمنو، چی دواړي حاملې دي، ښه پاملرنه وکړي. ځکه چی شمویل علیه السلام ده ته ویلي دي چی دا دواړي به یی دوه زامن وزیږوي او هغوی به ډیر لوی خدمتونه وکړي. طالوت د خپلو لسو زامنو سره د کفارو په مقابل کی په جنګ کی شهید سو او د ګناهونو څخه پاک سو. د طالوت له دوو میرمنو څخه، چی داوود علیه السلام ته یی سپارلي وې، په یوه ورځ دوه زامن پیدا سول چی یو یی برخیا او بل یی ارمیا وو. داوود علیه السلام د دې دوو هلکانو ښه پالنه وکړه او کله چي هغوی لوی سول نو ډیر لوی لوی خدمتونه یی وکړل او د کفارو په مقابل کی په ټولو جنګونو کی بریالي سول. دوی دواړو ته خدای تعالی ج دوه زامن ورکړل. برخیا د خپل زوی نوم آصف او ار میا د خپل زوی نوم افغانا کښېښود. کله چی د دوی پلرونه مړه سول نو داوود علیه السلام د هغوی زامنو ته د پلرونو منصبونه ورکړل او بالاخره داوود علیه السلام هم د ۱۲۰ کالو او څو ورځو پاچهی څخه وروسته وفات سو.

 

په داسی حال کی چی طالوت یوازي ۴۷ کاله پاچهي وکړه. ۱ د داوود علیه السلام له وفات نه وروسته د هغه زوی سلیمان علیه السلام پاچا سو او هغه د ملکي چارو تنظیم او وزارت آصف او نظامی چاري یی د افغانا د ډیر زیات پوځی لیاقت له امله هغه ته وسپارلې. د سلیمان علیه السلام له وفات څخه وروسته آصف او افغانا د بیت المقدس ملکي او پوځی چاري پر مخ بیولې. تر څو هغوی هم دواړه وفات سول. څه موده وروسته بخت النصر شام ونیوی او بالاخره یی بیت المقدس ټول خراب کړ او اسراییل یی غلامان او بندیان کړل. ده اسراییل له خپله ملکه وشړل او هغوی په غور، غزني، کابل، کندهار، فیروز کوه او پنځم اقلیم کی میشته سول.۲

 

دا د هغو کیسو خلاصه ده چی د خواجه نعمت الله په مخزن افغاني کی راغلي دي. مګر په تورات کی، چی د دې ټولو معلوماتو اصلي منبع ده، دغه کیسې بالکل په بل ډول راغلي دي. او تقریبا په هیڅ توګه یا د خواجه نعمت الله له لیکني سره سر نه خوري او یا بشپړ اختلاف ورسره لری.تورات وایی چی طالوت د خپلو ګناهونو د جبرانولو دپاره د فلسطینیانو په جنګ روان سو او په جنګ کی له خپلو دریو زامنو( لسو سره نه ) سره ووژل سو. داوود علیه السلام د هغه د وژل کیدلو د خبر د اوریدلو سره ډیر لوی ماتم جوړ کړ او په یوه المیه سندره کی یی د هغه او د هغه د زامنو د میړاني یادونه وکړه. خو په تورات کی دا نه دي راغلي چی طالوت د فلسطینیانو جنګ ته د تللو په وخت کی د داوود علیه السلام سره خدای په اماني کړې، یا یی کومه توصیه ورته کړې او یا یی د خپلو دوو حاملو ښځو سپارښتنه ورباندي کړې وي.

 

په تورات کی نه د برخیا او ارمیا کیسه راغلې او نه د آصف او افغانا په باره کی دغه راز مفصل معلومات موجود دي. او نه شموییل علیه السلام د طالوت له دوو میرمنو څخه د دوو توریالیو او د قام د راتلونکو خدمتګارانو د پیداکیدلو خبر ورکړی دی. د بلي خوا هغه کتابونه چی مخزن افغاني استناد ورباندي کوي، دده ادعاوي نه ثابتوي بلکه هغه کتابونه هم بیخی بل ډول معلومات راکوي او ددې خبري یوه معنی دا کیدلای سي چی خواجه نعمت الله هغه کتابونه لوستي نه دي او د هغوی په باره کی یی هم له نورو خلکو څخه کیسې اورېدلي دي. د مثال په توګه، خواجه نعمت الله په تاریخ ګزیده او تاریخ طبري استناد کوي خو د هغوی خبري نه د خواجه نعمت الله او نه له تورات سره اړخ لګوي او بیخی نقاضت ورسره لري. تاریخ ګزیده، چی خواجه نعمت الله د طالوت شجره د هغه کتاب په حواله وایی، اصلا د طالوت د شجرې په باره کی بحث نه کوی او یوازي دونه وایی چی د هغه پلار سقاوي کوله. ۳ په داسي حال کی چی په تورات کی د طالوت کسب ته اشاره نه ده سوې او وایی چی د هغه پلار قیس، چی یو غریب سړی وو، خره ورک کړي وه، او طالوت د خرو په پیداکولو پسی را وتلی وو چی شمویل علیه السلام یی ولیدی او هغه د هغو نښانو په اساس چی وحی ورته سوي وې طالوت د اسراییلو د پاچا په حیث اعلان کړ. ګواکی د تاریخ ګزیده معلومات نه د خواجه نعمت الله او نه د تورات له متن سره لګیږی.

 

تاریخ طبري د آصف بن برخیا نوم یادوی او وایی چی هغه د سلیمان علیه السلام دوست وو، او هغه ته یی خبر ورکړ چی میرمن یی دده ( سلیمان علیه السلام جهاني) په خپل کور کی بت پرستي کوي. ۴ په داسی حال کی چی په مخزن افغانی کي برخیا او ارمیا دوه وروڼه معرفی سوي دي او د طالوت د دوو ښځو زامن بلل سوی دي، خو ابن اثیر په تاریخ کامل کی آصف بن برخیا د سلیمان علیه السلام ډیر باوري سړی بولي او وایی چی هغه هر وخت د سلیمان علیه السلام کورته ورتللای سوای. ۵ مګر ارمیا د برخیا او آصف له زمانې څخه ډیر وروسته بولي او لا وایی چی ارمیا پیغمبر وو او پر بیت المقدس باندي د بخت نصر د یرغل په زمانه کی وحی ورباندي راغلي وې .۶ البته پخپله د ابن اثیر خبري هم ځکه د تأمل وړ دي چي په تورات کی دغه راز کومه اشاره نه لیده کیږی. دغه راز تاریخ طبري، د تورات په خلاف ، چی وایی طالوت له دریو زامنو جناتان، ابی نداب او میلچیوسا سره یو ځای ووژل سو، وایی چی طالوت له دیارلسو زامنو سره ووژل سو. ۷

 

مخزن افغانی موږته وایی چی داوود علیه السلام ۱۲۰ کاله او څو ورځی پاچهی وکړه ۸ خو تورات وایی چی داوود علیه السلام ټول ټال څلویښت کاله پاچهی وکړه . له هغې جملې څخه اوه کاله په هیبرون او ۳۳ کاله په بیت المقدس کی پاچا وو. مخزن افغاني موږ ته وایی چی سلیمان علیه السلام د خپلی پاچهی د ملکي چارو اداره آصف او پوځی چاری یی افغانا ته وسپارلې او هغوی د سلیمان علیه السلام د وفات نه وروسته هم په دغو مقامونو کی خپلو کارونو او د بیت المقدس د چارو ادارې ته دوام ورکړ. ۹ په داسي حال کی چی په تورات کی د سلیمان علیه السلام د کابینې د ټولو غړو او حکمرانانو نومونه لیکلي دي او په هغوی کی له برخیا څخه نیولې تر افغانا پوری د هیڅ یوه نوم نسته. ۱۰ دغه راز تورات موږ ته وایی چی د داوود علیه السلام او د طالوت د کورنیو ترمنځ نه د طالوت په ژوند او نه د طالوت له مرګ نه وروسته روغه جوړه راغلې ده. د طالوت اولادونو او لمسیانو ته د کابینې د مقامانو د سپارلو خو بیخی خبره نه سي کیدلای. حتی د تورات په یوه برخه کی موږ ګورو چی داوود علیه السلام د طالوت د کورنۍ اوه تنه نارینه غړي ، چی د طالوت د زامنو او لوڼو اولادونه دي، د هغوی یوې دښمني قبیلې ته سپاري او هغوي ټول وژني، او په دې سلسله کی یی یوازي د جناتان زوی، مي في بوسیت، چی په دواړو پښو شل وو، ژوندی پریښود. البته د طالوت یوازینی زوی ایز بوسیت، چی د طالوت او فلسطینیانو په جنګ کی نه وو وژل سوی، او د داوود علیه السلام څخه یی د بیت المقدس د نیولو دپاره له هغه سره جګړې کولې، پخوا لا خپلو دښمنانو قتل کړی وو او سر یی داوود علیه السلام ته راوړی وو. خو داوود علیه السلام د ایزبوسیت د دواړو قاتلانو د وژلو حکم صادر کړ.

 

اوس نو سره له هغه چی ټول محققین په دې پوهیږی چی د طالوت د اولادونو او نسل په باره کی د مخزن افغاني افسانې هیڅ اساس نه لري، او پر هغو کتابونو یی هم غلطي حوالې ورکړي دي چی د هغوی متنونه پخپله د تورات له متن سره سر نه خوري، بیا هم ددغه کتاب فصلونو او ادعاوو ته یا په جدی سترګه ګوري او یا یی لږترلږه د ردولو اقدام نه کوي. خو په دی لړ کی تر ټولو په زړه پوري د مرحوم دوست محمد کامل مومند هغه تعلیقات دي چي پر تاریخ مرصع یی لیکلي دی او ددې تعلیقاتو له یوې لویی برخي څخه یی هدف ددې ادعا ثابتول دي چی پښتانه په اصل کی بنی اسراییل دي. مرحوم کامل مومند په دې خبری ښه پوهیږی چی د مخزن افغاني خبری د تورات له متن سره سر نه خوري او له سرڅخه تر پای پوری یی یوه غلطه فرضیه پر بلي بنا کړې ده، خو ددې پر ځای چی مخزن افغاني ته د انتقاد ګوته ونیسی پخپله پر تورات یی انتقادونه پیل کړي دي. یو ځای خو حتی د مخزن افغانی لیکوال نعمت الله ته هم په غوسه دی او وایی چی خواجه نعمت الله او نورو مسلمانو تذکره لیکونکو چی د طالوت په باب څه لیکلي دي نو هغه یی ل بایبل څخه اخیستی دي. او په بایبل کی پر طالوت باندي ډیر بیځایه الزامونه لګول سوي او هغه یی یو ظالم سړی او د داوود علیه السلام دښمن معرفی کړی دی. په داسي حال کی چی طالوت خو د خدای تعالی ج له خوا منتخب سوی شخصیت وو. هغه هیڅکله دومره ظالم او کمزوره شخصیت کیدلای نه سو.۱۱

 

دلته اصلي خبر ه دا ده چی خواجه نعمت الله، د کامل مرحوم د خبري په خلاف، بایبل له سره لوستی نه وو او که یی لوستی وای نو د ارمیا او برخیا په څیر خیالي قهرمانانو پیداکولو ته به یی اړتیا نه وه پیداکړې. او د طالوت او داوود علیه السلام ترمنځ د اړیکو په باره کی به یی داسی اطلاعات درلودلای چی لږترلږه یو کتابي اساس خو یی لرلای. او تر دې چی راتیر سو، که چیری د طالوت او د هغه د زمانې په باره کی د بایبل معلومات غلط وي، نو نعمت الله او نورو مسلمانو مورخینو ددغی زمانې په باره کی اطلاعات له کومه کړي وای. ځکه چی د مصر او بین النهرین د تمدنونو په باره کی هغه عصری تحقیقات چی په بایبل کی ځینی راغلي افسانې ردوي د شلمي پیړی د لرغون پیژندونکو د زیار او زحمت محصول دي. او لا ښایی وروسته د عصري وسایلو په برکت نور اطلاعات هم ترلاسه سي او د هغي سیمی تاریخ نور هم روښانه کړي. د کامل صاحب د ادعا په خلاف د نعمت الله هروي نیمګړتیا په دې کي نه ده چی یوازي یی د بایبل پر اطلاعاتو تکیه کړې ده بلکه خبره په دې کی ده چی هغه یا بایبل له سره لوستی نه وو او یا یی غلطه استفاده ورڅخه کړې وه. که په بایبل کی ارمیا او افغانا ‌‌‌ذکر سوي نه دي او که د طالوت په زامنو کی ارمیا او برخیا موجود نه وي. که په بایبل کی آصف د برخیا زوی بلل سوی او د برخیا د پلار نوم موجود نه وي. که په بایبل کی د سلیمان علیه السلام کابینه په ټول تفصیل راغلې او په هغی کی د آصف او افغانا نومونه پیدا نه کړو نو نعمت الله به دا نومونه له کومه کړي وي. طبیعی خبره ده چی یا به ده او یا به د هغو کتابونو لیکوالانو چی ده به احیاناً د ماخذ په حیث استفاده ورڅخه کړې وي جعل کړي وي.

 

په بایبل کی موږ ګورو چی داوود علیه السلام آصف ته له نورو یهودو مشرانو سره یو ځای د میوزیک ددستې ریاست ورکوي او امر ورته کوي چی د خېمې مخي ته، چی مقدس تابوت پکښی ایښودل سوی دی، د خدای تعالی ج ثنا او صفت ووایی. نور نو نه د داوود علیه السلام او نه د سلیمان علیه السلام په باچهیو کی د آصف د اجرآتو په باره کی څه لیده کیږی. او طبیعی خبره ده چی په دې برخه کی هغه اضافی معلومات چی په بایبل کی نسته د مختلفو وختونو د مورخینو او لیکوالانو د ذهن او خیال څخه زیږېدلي دي. مخزن افغاني لیکي چی د سلیمان علیه السلام د وفات څخه وروسته آصف او افغانا هم وفات سول. څه موده وروسته بخت النصر پر بیت المقدس باندي حمله وکړه ، پر اسراییلو یی ظلمونه وکړل او هغوی یی د خپل قلمرو څخه مهاجرت ته مجبور کړل. نو دوی هم غور، غزني، کابل، کوه فیروزه او د کندهار غرنیو سیمو ته مهاجر سول. ۱۲

 

مخزن افغانی وروسته وایی چی دوی تر هغه وخته پوری د افغانستان په غرو رغونو کی میشته وه چی په سعودی عربستان کی د اسلام لمر را وخوت او خالد بن ولید، جی د مخزن افغاني په قول د بن اسراییلو څخه وو، قیس ته ، چی د غور په غرونو کی میشت وو، لیک واستاوه او هغه ته یی بلنه ورکړه چی مدینې منورې ته ورسي او د اسلام په مقدس دین مشرف سي. قیس له خپل یوه لوی هیات سره مدینې منورې ته ولاړ او هلته خالد بن ولید هغوی سرور کاینات ص ته معرفی کړل او ټول د اسلام په دین مشرف سول. سرورکاینات ص قیس ته وویل چی ستا نوم عبراني دی او موږ عرب یو نو د هغه نوم یی بدل کړ او عبدالرشید نوم یی ورباندی کښېښود. د مکې معظمې د فتح کولو په جنګ کی قیس ډیر په مړانه وجنګېدی نو له دغه امله سرور کاینات ص هغه ته د پتهان لقب ورکړ چی د کښتۍ لاندي برخه ده او کښتۍ له هغه پرته سفر نه سي کولای. ۱۳ د پښتنو دغه فرضی پلار له دې څخه وروسته خپل هیواد ته ستون سوی دی او په غور کی یی هستوګنه غوره کړې ده. د پښتنو تقریبا ټول لوی قبایل ددغه قیس یا عبدالرشید پتهان د دریو زامنو، بیټ، سړبن او غرغښت اولاد دی. اوس خبره داده چی پر بیت المقدس باندي د بخت النصر د حملې او مدینې منورې ته د قیس د سفر کولو، چی د هجرت نهم کال ښودل سوی دی، څه باندي دوولس سوه کاله فاصله ده. که د مخزن افغاني قول ته اعتبار ورکړو نو پر بیت المقدس باندي د بخت النصر د حملې په نتیجه کی، که په میلیونو نه وي، باید په سل هاو زره یهودان د افغانستان غرونو رغونو ته مهاجر سوي وي. ځکه چی هغوی په یوه سیمه کی نه ځاییدل او د غور، غزني، کابل او کندهار شاوخوا علاقو ته ولاړل. خو له بده مرغه چی دې ګڼ شمیر یهودانو ، چی د مخزن افغاني په قول یی د کافرانو له قبیلو سره ډیر زیات جنګونه وکړل او په ټولو کی بریالي هم سول ۱۴ د خپل تمدن هیڅ آثار موږ ته نه دي پرې ایښي او بده لا داده چی خالد بن ولید یوازي په غور کی قیس ته بلنلیک واستاوه او هغه هم د لیک د اخیستلو سره سم ، د یوه لوی هیات په مشری، مدینې منورې ته روان سو. هغه نور یهودان چی په نورو ښارونو کی میشته سوي وه او شمیر به یی په دغه وخت کي میلیونو ته رسیدی ، پر خپل حال پاته سول. خالد بن ولید د هغوی سره چنداني علاقه نه ده ښودلې او ملا نعمت الله هم د هغوی د سرنوشت سره ځکه چنداني علاقه نه لري چی دی موږ ته د قیس نکل کوي او له نورو کسانو سره ، چی احتمالا به تر قیس ډیر مهم لا هم وه، چنداني غرض نه لري.

 

لومړی سوال دا دی چی خالد بن ولید به، چي په ډیرو اسلامی تاریخونو کی یی شجره موجوده ده او د قریشو د بن مخزوم قبیلې ته منسوب دی او خواجه نعمت الله له هغه څخه په زور اسراییل جوړوي، په کومه ژبه د قیس سره مکاتبه کړې وي. ځکه چی قیس خو په دغه وخت کی پښتون سوی وو او نه په عبري او نه عربي ژبی پوهیدی. او تر کومه ځایه چی موږ اطلاع لرو نو خالد بن ولید هم نه په عبري او نه په پښتو خبری کولای سوای. او دا لا هم چنداني یقینی نه ده چی خالد بن ولید د مکتوب لیکلو په اندازه سواد درلود او کنه. ځکه چی په هغه زمانه کی سواد ډیر عام سوی نه وو. او که چیری خالد بن ولید سواد درلودی نو عربي الفبا د سعودی عربستان څخه دباندي وتلې نه وه. افغانستان او د غور غرونه خو لا ها خواته پریږده. په هر صورت نکلچیان چی د خپلو اوریدونکو ددغه راز سوالونو سره مخامخ سي نو معمولا وایی چی دا نو د نکل کار دی. موږ به هم د نعمت الله د کتاب دغه برخه تش د نکل په غوږ وارو.

 

بله خبره چی خالد بن ولید، چی په اسلام کی د سیف الله ( د الله ج توره) لقب لري، او د عربی نړۍ یو له تر ټولو لویو جنرالانو څخه دی، پخپله تقریبا شل کاله ! د اسلام او د هغه له پیغمبر سره وجنګیدی. هغه پخپله ایله د هجرت په اووم کال دې حقیقت ته متوجه سو چی اسلام او د هغه پیغمبر پر حق دي او دی باید چی د خپل پلار او نیکه د بت پرستی دین پریږدي او اسلام راوړي. مګر موږ ګورو چی د قیس زړه دونه صاف دی چی د خالد بن ولید په یوه لیک خپل یهودی دین پریږدي او سمدستي مدينې منورې ته د تللو او اسلام راوړلو فیصله کوی. په داسي حال کی چی هغه په سل هاو زره یهودان چی د مدینی منورې په ښار او په شاوخوا کی اوسېدل، په عربی ژبه پوهیدل، د اسلام د حقانیت په باره کی یی له نیژدې هرڅه په سترګو لیدل او اوریدل خو هغوی تر پایه اسلام قبول نه کړ او یایی ډیرو لږو کسانو ایمان راووړ او ډیرت زیات شمیر یی له خپلو مالونو، سرونو او جایدادونو څخه تیر سول او د سعودی عربستان څخه یی مهاجرتونه وکړل. په هر صورت موږ به یی داسي وګڼو چی دا هم د نکل کار دی.

 

خواجه نعمت الله وایی کله چی قیس د اسلام د پیغمبر په حضور مشرف سو نو هغه یی د نامه پوښتنه وکړه. کله چی ده خپل نوم ورته وښود نو هغه ورته وویل چی قیس خو عبري نوم دی او موږ عرب یو. ستا نوم دي عبدالرشید وي. ۱۵ خواجه نعمت الله وایی حضرت رسول ص د قیس سره د ملګری هیات د ټولو نومونه وپوښتل. ګواکي د هغوی ټولو نومونه پر شرع برابر وه او یوازي د قیس نوم عبري وو! په داسي حال کی چی لومړی خو قیس پخپله عربي نوم دی. د عربي ژبی تر ټولو مشهور شاعر امرألقیس د اسلام څخه تقریبا یوه پیړی مخکي ژوند کړی وو. قیس په کعبه کی د یوه لوی رب النوع نوم وو. عبدالقیس د عربو یوه لویه قبیله او د ډیرو کسانو نوم قیس وو. دا نوم نه په پخوا کی عبري او نه د اسلام څخه وروسته یهودانو د خپلو ځانونو دپاره انتخاب کړی دی. او بل حضرت رسول ص چنداني له چا څخه د نامه د بدلولو غوښتنه کړې نه ده.

 

خواجه نعمت الله موږ ته وایی چی انحضرت ص وفرمایل چی ماته وحی سوي دي چی د اسلام د پاره ددي قوم اهمیت داسی دی لکه د کښتۍ د لاندي هغه لرګی چي د کښتۍ ټول زور او طاقت پر هغه ولاړ دی. څرنګه چی د سمندرونو او د سمندرونو پر غاړو اوسیدونکي خلک دغه لرګي ته پتهان وایی نو زه هم عبدالرشید ته د پتهان لقب ورکوم.۱۶ په داسی حال کی چی په عربی ژبه کی د پتهان لغت ځکه نه سی موندل کیدلای چی د «پ» توری په عربی الفبا کی نسته. او که چیری اوس په عربي ژبه کی دا توری ولیده سي نو هغه به ډیر وروسته له نورو ژبو څخه ورته راغلی لغت وي. داسی کلمه چی په تلفظ کی پتهان ته ورته وي او د کښتۍ د لاندني لرګي معنی دي ورکړي په عربی ژبه کی له سره نسته. په هرصورت قیس، چی فوکلوري تاریخ او تاریخی فوکلور یی د پښتنو پلار بولي، د مکې معظمې د فتح کیدلو له جنګ څخه وروسته بیرته د غور غرونو ته ستون سو او تر ۸۷ کلنی پوري ژوندی وو او هلته وفات سو. ۱۷

 

فوکلوري تاریخ موږ ته دا نه وایی چی د قیس عبدالرشید درې زامن بیټ، سړبن او غرغښت ولي په غور کی دونه ژر په تنګ سول چی ان د کسی د غره لمنو ته وکوچیدل خو مرحوم عبدالروف بینوا او مرحوم عبدالحی حبیبی وایی چی بیټ نیکه ښایی د ۳۵۰ هجري په شاوخوا کی ژوند کړی وي. ۱۸ یعنی که په تنګ سوي وي نو هم ډیر ژر نه دي په تنګ سوي. په زړه پوري خبره داده چی قیس عبدالرشید پتهان ښایی د هجرت د لومړۍ پېړۍ د پنځمی لسیزي په نیمایی او یا وروستیو کلونو کی وفات سوی وي. خو بیټ نیکه چی د هغه دوهم زوی دی د پلار له وفات څخه درې یا درې نیم سوه کاله وروسته ژوندی دی او د کسي په غره کی مناجاتونه وایی.

 

البته که د فوکلوري تاریخ هغه افسانه ومنو چی وایی بیټ نیکه د خپلو بچو او لمسیانو سره د هغو غرونو له لمنو څخه چی سختي واوري پکښی اورېدلي وې د ژمي د تیرولو لپاره نسبتا ټیټو او تودو سیمو ته کوچ وکړ او کله چی شپږ میاشتي وروسته بیرته خپل اصلی وطن ته وکوچیدی نو دده میرمني دده په امر له هغه تناره څخه تازه سکروټی را وایستلې چی دوی شپږ میاشتي مخکی اور پکښی بل کړی او له هغه ځایه کوچېدلي وه. ۱۹ بیا نو دا امکا ن سته چی پخپله بیټ نیکه د خپلي بزرګی په زور درې یا درې نیمی پیړی ژوند کړی وي. د بیټ نیکه او د هغه د وروڼو په برخه کی موږ یوازي له دې ستونزي سره مخامخ نه یو چی څرنګه یی د خپل پلار قیس له مرګ څخه څه باندي درې سوه کاله وروسته ژوند کړی دی، بلکه ستونزه دا ده چی موږ ته مرحوم حبیبی صاحب وایی چی د غور شاهان سوري پښتانه وه ۲۰ خو ددې سلسلې لوی نیکه سور د بیټ نیکه پنځم پښت یا کودی کیږی. ۲۱ البته څوک چی درې نیم سوه کاله ژوند وکړي نو دا هیڅ عجیبه نه ده چی هغه خپل پنځم او حتی لسم پښت وویني. او څرنګه چی مخزن افغانی موږ ته وایی چی بیټ نیکه د خدای تعالی ج ډیر لوی ولي وو. او د سلیمان ماکو په تذکره کی راغلي دي چی هغه به تل د کسي په غرو کی ګرځېدی او ویل به یی چی دا وګړي ډېر کړې خدایه لویه خدایه لویه خدایه. نو کیدلای سي چی د هغه دغه دعا قبوله سوې وي او په لږ وخت کی یی حتی د پنځم پښت اولاد دونه زیات سوی وي چی په غور کی یی یوه لویه پاچهي جوړه کړې وي.

 

خو کشکي له هغه سره زموږ ستونزه دلته ختمېدلای. ځکه چی د بلي خوا پټه خزانه موږ ته وایی چی امیر کروړ جهان پهلوان د امیر پولاد سوري زوی په کال ۱۳۹ هجري کی د غور په مندیش کی امیر سو. ۲۲هغه دونه لوی امیر وو چی هرات او ګرمسیر یی په قلمرو کی شامل وو، تخار او بامیان یی قدرت ته تسلیم وه او د روم پاچا په رسمیت پیژاند. زما د توري تر شپول لاندی دی هرات و جوروم غرو و بامیان و تخار اخلي نوم زما په اودوم زه پیژندوی یم په روم له ما اتل نسته فوکلوري تاریخ موږ ته وایی چی بیټ نیکه د ۳۰۰ هجری قمري څخه تر څلور سوه قمري په شا و خواکی د کسي په غره کی مناجاتونه ویل او خدای ته یی خواستونه کول چی وګړي ورته ډیر کړي مګر اولاد یی تر دې مناجاتونو دوه، دوه نیم سوه کاله پخوا د دوهمي هجری قمري پیړی په سر کی په غور کی ډیره لویه پاچهی درلوده.

 

مرحوم حبیبی د امیر کروړ جهان پهلوان د پلرونو او نیکونو سلسله د څلورم خلیفه، علی ابن ابی طالب، زمانې ته رسوي او موږ ته وایی چی د سوري خاندان یو مشهور مشر شنسب بن خرنک د څلورم خلیفه پرلاس مسلمان سو او په غور کی یی پاچهی کوله. ۲۳ فوکلوري تاریخ موږ ته وایی چی سور د قیس د زوی بیټ نیکه د لور بی بی متو د نسله څخه وو. خو دا نه راته وایی چی په دومره لږ موده کی د سور اولاد کله بیرته کافران سول چی د امیرپولاد او امیر کروړ جهان پهلوان نیکه خرنک بن شنسب بیرته مسلمان کیدلو ته مجبور سو. دا لا نه ده معلومه چی خرنک په څوهم پښت کی خپل نیکه سور ته رسیدی چی دونه قوت او قام یی پیدا کړی وو چی د غور سیمه او شاوخوا غرونه یی تر بیرغ لاندي وه. دلته موږ بیا خپلی هغی پخوانی خبري ته مجبوریږو چی دا نو د نکل کار دی. نو یا خو نه غور او نه هرات امیرکرړ د توري تر شپول لاندی دی او یا د بیټ نیکه افسانه او مناجات اساس نه لري. نه یی د ساړه تنور څخه سکروټی را ایستلي دي او نه یی د کسي په غره کی د وګړو د ډیریدلو د پاره مناجاتونه ویلی دي. دواړي افسانې نه سي ریشتیا کیدلای. یوه باید دروغ وي.

 

فوکلوري تاریخ موږ ته دا هم نه وایی چی د بیټ او غرعښت په زامنو کی ولي یوازي د سور او لاد دونه غښتلي سول چی په لومړی هجري پیړۍ کی یی غور او هرات د توري تر شپول لاندي کړي وه. او دا هم طبعا نه راته وایی چی د بیټ نیکه لور بی بی متو ته دغه منسوبه قبیله په کوم وخت کی د کسی د غرو له لمنو څخه بیرته غور ته وکوچیده چی هلته خدای تیاره پاچهي ور په برخه کړه. د بلي خوا، په داسي حال کی چي د بیټ نیکه کړوسیانو د هرات څخه تر کندهار او تخار پوري پاچهي درلوده ۲۴ پخپله بیټ غریب په کیږدیو کی سرګردانه ګرځیدی، د اور لګولو لپاره له کرامت څخه کار اخیستلو ته مجبور وو، او د غرونو په منځ کی یی ژوند په کوچ او بار تیراوه. دلته دي د غرو لمني زموږ کیږدی دی پکښی پلني

 

د ځینو لویو قومونو فوکلوري تاریخچه: د پښتنو فوکلوري تاریخ د ځینو لویو قومونو او قبیلو په باره کی داسی افسانې لري چی حتی د وخت د تېرولو ارزښت هم نه لري. البته موږ مخکی وویل چی تقریبا ټول قبایل او قامونه د خپلو نیکونو او ګاونډیانو د نیکونو په باره کی دغه راز افسانې لري. خو د هغوی تاریخ لیکونکو او څیړونکو خپلي افسانې د ریښتوني تاریخ څخه بېلی کړي دي، او له دواړو څخه پر خپل ځای کار اخلي. له بده مرغه چی زموږ تاریخی افسانو ته د تاریخ په سترګه کتل سوي او زموږ د پښتانه اولس د تربور ګلویو، د ښمنیو او یوه بل ته د اصل او کم اصل په سترګه کتلو بنسټونه جوړوي. دا کیسې که یوه قبیله د بلي قبیلې په مقابل کی په ټوکو یادي کړي نو ځکه چنداني خبره نه ده چی قبایل او قومونه، په تیره بیا په وروسته پاتي کلیوالي ټولنو کي، زیاتره په یوه بل پسی ټوکي جوړوي. خو نه په تاریخی کتابونو کی په راوړلو ارزي او نه په تحلیلونو کی د یادولو ارزښت لري.

 

فوکلوري تاریخ په دې سلسله کی د مثال په توګه د کرلاڼی قبیلي په باب وایی چی عبدالله او زکریا اورمړ یوه ورځ په ښکار وتلي وه او په صحرا کی یی ولیدل چی قافله په سهار وختي کی کوچېدلې او د نورو شیانو ترڅنګ یو کړایی هم ورڅخه پاته سوی دی. تر دې کړایی لاندي یو ماشوم پروت وو چی په هغه تیره شپه زېږېدلی وو. څرنګه چی عبدالله زوی نه درلود نو دغه ماشوم یی په خپل کور کی لوی کړ او د هغه نوم یی ځکه کرلاڼی کښېښود چی تر کړایی لاندي یی پیدا کړی وو. ۲۵ د کرلاڼی په نوم لویه قبیله کی دلازاک، اورکزي، منګل، وردګ، خټک، ځدران، خوګیاني، ځاځی و زیر او نور شامل دي. ۲۶ په تیره شپه کی دنیا ته راغلی ماشوم څرنګه له قافلې څخه په دښت کی پاتېدلای سي. تر کړایی لاندي ماشوم څرنګه ځاییږی. او که کړایی دونه غټ وي چی ماشوم تر لاندي ځای سي، یو وخت دا خبره چا اورېدلې ده چی کومي مور یا پلار دي خپل ماشوم تر کړایی لاندي پرې ایستلی وي. کړایی خو هیڅ منفذ او سوری نه لري چی هلک لږترلږه ساه وایستلای سی، او په هغه شپه باید مړ سي. څرنګه مور او پلار کولای سي خپل زوی د یوه بې اهمیته شي په څیر داسی هیر کړي چی بیا یی په لاره کی هم ور په یاد نه سی. داسی به یی فرض کړو چی دا ټولي ناشوني پېښي شوي دي، ځکه چی په نکل کی هرڅه راځی! اوس نو یو سړی چي پخپله عبدالله نومیږی او زوی هم نه لري او خدای ده ته په سره دښت کی نوی زیږیدلی ماشوم ور په نصیب کړي نو څرنګه د داسی یوه ماشوم نوم کرلاڼی ایږدي او هغه هم ځکه چی ده په دښت کی تر کړایی لاندي میندلی دی.

 

دغه راز فوکلوري تاریخ د خروټي د قبیلې په باره کی وایی چی دا قوم ادعا کوي چی د توخو د قبیلې یو ښاخ دی خو توخي دا خبره نه مني او وایی چی سهاک او ایزل دواړه صحراته وتلي وه چی د لیری یی یو خر ولیدی. ایزل ږغ کړه چی خر زما دی او سهاک وویل چی بار یی په ما اړه لري. د خره پر یوه خوا د باغلیو ډوډی بار وه چی پښتانه یی روټه بولي او بلي خواته یی وړوکی ماشوم وو. نو سهاک د دغه ماشوم نوم د خره او روټي څخه جوړ کړ او هغه یی خروټی وباله ۲۷

 

دغه راز د خټکو د قبیلې په باره کی فولکوري تاریخ یوه خندونکې کیسه لري او وایی چی د کرلاڼی د قبیلي څلور وروڼه لقمان، اتمان، عثمان او جدران په ښکار وتلي وه. د لیری یی ولیدل چی څلور ښځی د دوی خواته را رواني دي. لقمان وویل چی زه په تاسی کی مشر یم. زه خپله ښځه د لیری انتخابوم، او پر باقي پاته دریو ښځو تاسي پچه واچوی. لقمان د لیری په اټکل هغه یوه انتخاب کړه چی تر نورو په وجود غټه ښکاریدله. او کله چی هغه نجوني دوی ته نیژدې راغلې او دوی یی مخونه ولیدل نو معلومه سوه چی لقمان په ټولو کی بدرنګه انتخاب کړې وه او باقي پاته درې نجوني ښایستې وې. وروڼو یی پروخندل ویل یی لقمانه په خټو ولاړې. او له دغه ځایه څخه د هغه اولاد په خټکو مشهور سو. البته دا هغه افسانې دي چی یوازي د سات تېري په درد خوری. خو له بده مرغه چی زموږ تحقیقی کتابونو او د څېړونکو جدي لیکنو ته یی هم لاره کړې ده.

 

له تاریخه بې خبره مورخین:

 

د تاریخی تحقیقاتو، څیړنو او قضاوتونو لپاره معمولا له کتیبو، نقاشیو او له تمدنونو څخه پاته سویو اثارو څخه ګټه اخیستله کیږی. فرمانونه، قراردادونه او موافقتنامې کتلي کیږی. د هغو کسانو په لیکنو استنادونه کیږی چی د پیښو په زمانه کی او یا زمانې ته په نیژدې وختونو او کلونو کی یی ژوند کړی وي. د هغو کسانو له لیکنو څخه ګټه اخیستله کیږی چی د پیښو عصر ته په نیژدې وختونو کی لیکل سويو آثارو څخه یی په احتیاط ګټه اخیستې او لیکني یی کړي وي او په وروسته کی نو د هغو کسانو له لیکنو څخه ګټه اخیستله کیږی چی د تاریخ د علم شاګردان او پوهان وي او پوهه او هوښیاری یی ثابته وی، د سالم قضاوت څښتنان وي او د خپلو لیکنو لپاره یی پر معتبرو آثارو تکیه کړي وي.

 

د مخزن افغانی لیکوال خواجه نعمت الله هروي چی وروسته زیاترو مورخینو د هغه په لیکنو استنادونه کړي دي، د هغو پېښو څخه چی دی یې په باره کی لیکني کوي په قرنونو لیری دی.دده د کتاب هغه برخه چی د پښتنو د منشأ او سرچینې په باب بحث کوی د هغو پیښو په باره کی یوازي پر شفاهي روایتونو ولاړه ده چی دده له عصر څخه قرنونه فاصله لري او په هیڅ توګه اعتبار نه سی ورباندي کېدلای. کومو لیکلو او چاپ سویو آثارو ته چی حوالې ورکوی نو زیاتره یی غلطي وي او داسی ښکاری چی کتابونه یی له سره لوستي نه دي او دا هم ګواکي د نورو له خولو نکل کوي. پخپله لږترلږه د اسلام له تاریخ دونه بیخبره سړی دی چی وایی ملک طالوت پر پنځوسم نسل یعقوب ع او پنځه پنځوسم نسل ابراهیم ع ته رسیږي ۲۹ په داسي حال کی چی د یعقوب ع او ابراهیم ع ترمنځ یوازي اسحق ع راغلی دی. که د خواجه نعمت الله په حساب ملک طالوت پر پنځوسم نسل یعقوب ع ته ورسیږی نو باید چی پر دوه پنځوسم نسل ابراهیم ع ته رسیدلای وای. ددې څخه ښکاري چی زموږ مورخ ملا حتی د قرآنی قصو په باره کی هم سم معلومات نه لری.

 

دغه راز کله چی د شیخ بختیار بیان کوی نو وایی چی د هغه پلار اسحق د بغداد په شاوخوا کی د اوش په ښارګوټي کی وزیږیدی، چی هلته مثواني قبیله (مطلب یی ښایی مشواڼي وي) اوسیدله. د مولف په قول د اسحق د نسب سلسله یادګارعلي،بن نشان علي، بن امام زین العابدین بن امام حسین شهید کربلا ته سیږی. ۳۰ په داسی حال چی د تاریخ په هیڅ کتاب او په هیڅ بله شجره کی امام زین العابدین نه د نشان علي په نوم زوی او نه د یادګار علي په نوم لمسی لري. او دا شجره یوازي نعمت الله ته معلومه ده. خواجه نعمت الله وایی چی بختیار ته خدای ج پنځه زامن ورکړل. د نورو څلورو زامنوپه باره کی یی اکثر منابع خاموش دي خو د مشرزوی عطاءالله ، چی په شیراني قبیله کی په اتو مشهور سو، په کور کی سیدمحمد وزیږیدی. خو یوه پاڼه وروسته د سیدمحمد په شجره کی لیکی چی سیدمحمد بن سید غور بن سید عمر بن سیدقاب ... ۳۰ ګواکی دا یی هېر دي چی یوه پاڼه مخکی یی ویلي وه چی سید محمد د بختیار د مشرزوی اتو په کوری کی سترګی نړۍ ته پرانیستلې. په شجره کی یی د اتو او بختیار د نومونو راوړلو ته ضرورت نه دی پیدا کړی او یا یی حافظې مرسته نه ده ورسره کړې.

 

لومړی خو د بغداد په شاوخوا کی د اوش په نوم ښار نسته. اوش د قیرغیزیستان دوهم لوی ښار دی چی د عراق څخه د شمال ختیځ لوري ته ډیر لیری پروت دی. ورپسې د اوش په ښار کی د مثواني په نوم قبیلې ، چی باید پښتانه وي، اوسېدل بیخی له احتمال او امکان څخه لیری خبره ده. ورپسې نو د کشنغر؟؟ د غره په شاوخوا کی په شیراني قبیله کی د ابی سعید، چی وروسته بختاور او بیا بختیار سو، د مور اوسیدل او هلته میړه کول او په هغه قبیله کی د شیخ بختیار اوسیدل او پښتون کیدل داسی معلومات دي چی یوازي د خواجه نعمت الله په مغزو کی وه. البته دا به بل بختیار وي. ځکه چی خواجه نعمت الله د افغانانو د شیخانو او پیرانو په سلسله کي تر ټولو لومړی د شیخ قطب الدین بختیار کاکي ‌یادونه کوي، چی یوازي ده پر پښتنو پیرزو کړی او نور په ټولو کتابونو کی سید بلل سوی دی. خواجه نعمت الله وایی چی د هغه پلار احمدبن موسی نومیدی او د بغداد په شاوخوا کی د اوش په ښار کی وزیږیدی. ۳۱ بیا هم اوش د بغداد په شاوخوا کی یو ښارګوټی دی چی یوازي خواجه نعمت الله ته معلوم دی. البته دی موږ ته نه وایی چی شیخ قطب الدین بختیار هم د بختاور په څیر په پښتنو کی تر اوسیدلو وروسته له سید څخه پښتون سو او که له لومړي سره پښتون وو. ۳۲

 

نعمت الله په دغه توګه شپږشپیته نارینه او پنځه ښځینه او لیاءالله یادوي چی تقریبا ټول دده د خیال او مغزو محصول دي او په بل کتاب کی یی یانومونه نسته او یا لږترلږه په پښتنو اړه نه لري. نعمت االه هروي، چی د پښتنو د منشأ، تاریخ، قهرمانانو او قومونو په باب زیاتره روایات دده له کتابه راغلي او زموږ خارجی او داخلی محققینو استناد په کړی دی، له بده مرغه، پخپله هم د اسلام او هم د افغانانو له تاریخ څخه بی خبره دی. که یی چیری کومه سمه او پر لار برابره خبره کړې وي نو هغه یی هم له هغو کتابونو څخه نقل کړي دي چی د هند په دربارونو کی تر ده دمخه لیکل سوي دي. او هغه خبري چی یوازی دده په کتاب کی راغلی دي ټولی داسی بې اساسه افسانې دي چی په یو ځل لوستلو او یادولو نه ارزي. د سیند د مشهور او لومړني عرب فاتح محمد بن قاسم په باره کی وایی چی کله هغه د غور شاوخواته ورسیدی نو د افغانانود قبیلې یوه دسته یی ورسره واخیستله او هغوی ته یی راز راز انعامونه ورکړل او تر اتو کالو پوری په مکران کی پاته سو. محمد بن قاسم وروسته سیویستان فتح کړ او د هغه ځای راجه یی وواژه. عمادالدین محمد بن قاسم په ۹۳ هجری کي د حجاج بن یوسف په حکم بیرته دارالخلافه ته ستون سو. ۳۳

 

لومړی خو محمد بن قاسم د غور خواته نیژدې سوی نه دی او ټول وخت یی په سیند کی تیر کړی دی. له هغه سره د افغانانو د همکاری یادونه يوازي دده په تاریخ کی لیده کیږی. د بلي خوا د محمد بن قاسم د سپه سالاری او قهرمانیو ټوله موده پنځه کاله وه. هغه اته کاله یوازي په مکران کی پاته کیدلای نه سوای. محمد بن قاسم خپل کاکا او خسر حجاج بن یوسف په اوه لس کلنی کی سپه سالار وټاکی، د سیند پر لور یی حرکت وکړ او په پنځو کالو کی یی داسی ځلانده فتوحات وکړل چی د اسلام په تاریخ کی د لږو سپه سالارانو په برخه سوي دي. دغه راز محمد بن قاسم د حجاج بن یوسف په غوښتنه نه، بلکه د خلیفه سلیمان بن عبدالملک په امر بغداد ته ستون سو او هلته یی د دوه ویشتو کالو په عمر په شکنجو کی وواژه. د هغه کاکا حجاج بن یوسف او د هغه طرفدار خلیفه ولید بن عبدالملک دا وخت دواړه وفات سوي وه.

 

په دې حساب موږ ګورو چی د محمد بن قاسم په څیر یوه مشهور او مهم جنرال په باره کی د خواجه نعمت الله معلومات یا غلط او یا له ځانه جوړ کړي نکلونه دي. خواجه نعمت الله هروي د سلطان محمود غزنوي په لښکرو کی د شاملو پښتنو ملکانو په باره کی هم داسی معلومات راکوي چی طبعا په بل هیڅ تاریخ کی نسته او ټول یی له ځانه جوړ کړي دي. خواجه نعمت الله وایی د سلطان محمود په لښکرو کی نهه پښتانه سرداران شامل سول چی نومونه یی د تاریخ په کتابونو کی!! راغلي دي او هغوی ملک خانوي، ملک عامون، ملک داوود، ملک یحیی، ملک احمد، ملک محمود، ملک عارف او ملک غازي وو. دا کسان د سلطان محمود خدمت ته ورغلل، او څرنګه چی د هغوی په تندي کی لویی او نیکمرغي څرګنده وه، نو ده هم خلعتونه، غله، آسونه، نغدي پیسې او جواهرنشان خنجرونه او توري ورکړې او له ځان سره یی د هندوستان او سومنات د فتح کولو لپاره ورسره روان کړل. ۳۴

 

خواجه نعمت الله وایی د دې پښتنو نومونه د تاریخ په کتابونو کی راغلی دي خو دا یوازي دده کتاب دی چی دغه نومونه لري او یوازي ده ته معلوم دي. له بده مرغه چی په دې څه باندي دریو سوو کالو کی د خواجه نعمت الله د تاریخ دغو نیمګړتیاوو او له ځانه جوړو کړو کیسو او افسانو ته ډیره لږه توجه سوې ده او په وروسته کی د ډیرو زیاتو مورخینو اکثر معلومات دده پر دغو غلطو اطلاعاتو ولاړ دي. زه یقین لرم چی اروپایی مستشرقین او څیړونکي د خواجه نعمت الله دغو نیمګړتیاوو ته ښه متوجه وه ځکه چی هغوی د خپلو تاریخی څیړنو او تحقیقاتو لپاره علمی میتود او طریقې لري او د خپلو تاریخی څیړنو لپاره که له افسانو څخه کار اخلي نو افسانې او تاریخی حقایق سره بیلوي. هغوی د هري پیښی د څرنګه والي او ماهیت د معلومولو لپاره په کره تاریخی شواهدو او اسنادو پسي ګرځی. مګر اکثرو په دغه برخه کی د خپلو هیوادونو د سیاسی اغراضو او اهدافو لپاره پر حقایقو سترګي پتي کړي او په دغه راز افسانو یی یا استناد کړی او یا یی را نقل کړي دي. پښتنو او غیر پښتنو داخلي محققینو ښایی ځکه لږه توجه ورته کړې وي چی د خپلو لیکنو دپاره یی تر مخزن افغاني بشپړ کتاب نه درلود. وروسته د خواجه نعمت الله له ځانه جوړو کړو کیسو د پښتنو د تاریخ په باره کی نورو کتابونو ته هم لاره وکړه او دې بې اساسو افسانو کرار کرار جدی بڼه غوره کړه.

 

تواریخ خورشید جهان: د مخزن افغاني څخه څه باندي دوه سوه کاله وروسته د نولسمی پېړۍ په پای کی شیرمحمد خان ګنډاپور د تواریخ خورشید جهان په نوم یو کتاب تالیف کړ. ګنډاپور په خپل کتاب کی د مخزن افغاني افسانې تکرار کړې او دې فوکلوري تاریخ ته یی یو څو نوري افسانې له ځانه هم ورزیاتي کړې. ګنډاپور وایی د قیس عبدالرشید پتهان د بهادرۍ ښودلو څخه وروسته شپو ورځو کی یوه ورځ آنحضرت وویل چی زه عرب یم، قرآن په عربی دی او د جنتیانو ژبه عربي ده. په دوږخ کی به عجمي ویل کیږی. دې خبری پر خالد بن ولید باندي ډیره بده اغیزه وکړه ځکه چی هغه فکر وکړ چی له عربي پرته نوري ټولي ژبي عجمي دي. نو دی چي په پښتو ژبه خبری کوي ځای به یی دوږخ وي، بیا نو دا جهاد او جنګونه د څشی دپاره کوي. خالد مرور سو او له غزا او هرڅه څخه یی لاس واخیست. کله چی انحضرت ص له خپلو اصحابو نه د خالد د غیابت په باره کی پوښتنه وکړه نو هغوی ورته وویل چی هغه ستاسی خبري خوابدی کړی دی. آنحضرت ص د خالد بن ولید د کور دروازې ته ورغی او په پښتو یی ورږغ کړه چی« خالده راووزه غیشی او لینده را واخله» خالد ددې خبری اوریدلو ډیر سخت خوشاله کړ او له کوره راووت. ۳۵

 

ګنډاپور نه یوازي داچی خالد بن ولید زموږد خیالي پلار قیس عبدالرشید پتهان په څیر بن اسراییل بولي بلکه په مکه معظمه کی داسی پښتون ورڅخه جوړوي چی پخپله ژبه یی ډیره خوا بدیږی، په عربستان کی په پښتو ژبه خبري کوي او تر څو چی پخپله د انحضرت ص له خولې یی پښتو اورېدلې نه وه پخلا نه سو. ګنډاپور لومړنی لیکوال دی چی په موږ د سرورکاینات ص له خولې پښتو اوري. د هغه کتاب له دغه راز حیرانونکو او بې اساسو او خندونکو افسانو څخه ډک دی خو له بده مرغه چی بیا هم د هغه په لیکنو او د قبایلو په ویش او شجرو کی استنادونه ورباندي کیږي.

 

سید محمد ګیسو دراز ۱۳۲۱-۱۴۲۲چی د ځوانی له څو کلونو پرته یی نور زیاتره او حتی ټول عمر په دکن کی تیر کړی او ښایی د پښتنو سیمی یی په سترګو لیدلي هم نه وي ۳۶ د پښتنو د ستوري، مشواڼي، وردګو او هني په څیر لویو قبایلو پلار بولي او وایی چی سیدمحمد ګیسودراز د سلیمان غره ته ولاړ او هلته یی د شیراني په قبیله کی هستوګنه غوره کړه.د شیراني، کاکړ او کرلاڼی قبیلو سردارانو هغه ته خپلي لوڼي ورکړې او ده ته له هغو میرمنو څخه خدای څلور زامن ورکړل. دده په حساب پروردګو او مشواڼیو برسیره دده خپله قبیله ګنداپور هم د ګیسو دراز په اولادونو کی راځی، چی باید سیدان وګڼل سي . خو څرنګه چي په پښتنو کی یی ډیر وخت تیر کړی دی او میندي یی پښتنی قبیلو ته منسوبی دي اوس یی خلګ پښتانه بولي. ۳۷

 

کله چی ګنډاپور د داغستان له لزګیو سره ، چی په جهانکشای نادري کی لګزي لیکل سوي دي، مخامخ کیږی او د هغوی سره د نادرافشار د لښکرو د جنګونو په باب ږغیږی نو لګزي الکوزي بولي. او وایی چی د هغوی مشر سرخای خان الکوزي ته د عثماني ترکانو پاچا د هغه د جنګی خدماتو په بدل کی داغستان ورکړ او حتی کله چی عثماني امپراطور د نادر افشار سره د سولي هغه موافقتنامه لاسلیک کړه چی د عثمانی امپراطوری په تاوان وه نو سرخای خان الکوزي هغه موافقتنامه ونه منله اوبیا یی هم له نادر افشار سره خپلو جنګونو ته دوام ورکړ. ۳۸

 

له ګنډاپور څخه دا پوښتنه هیچا نه ده کړې چی الکوزي چیری، په داغستان کی قدرت چیری او له نادر افشار سره مقاومت چیری. البته دا دومره بې ځایه خبره ده چی یوازی یی د ګنداپور له بې خبری څخه سرچینه اخیستې ده او چندانی د نوري تبصرې ارزښت نه لري.

 

کوم اطلاعات چی ګنداپور له نورو کتابونو څخه ترلاسه کړي او په خپل کتاب کی یی راوړي هغه یو څه اساس لري خو هغه چی ده پخپله اضافه کړي دي هغه یی تقریبا ټول د مخزن افغاني په څېربی اساسه نکلونه دي او یوازي د فوکلوري کیسو حیثیت لری، چی له بده مرغه د واقعي تاریخی پیښو په سترګه ورته کتل سوي دي او ګټه ورڅخه اخیستل سوې ده.

 

حیات افغاني: ددې کتاب مولف محمد حیات خان که څه هم چی تر ډیره ځایه پوري له احتیاط څخه کار اخلي او د مخزن افغاني افسانې ردوي، خو بیا ګورو چی بیرته په یوه بل شکل هغو افسانو او فوکلوري کیسو ته مراجعه کوي چي په لومړي سر کی یی ده پخپله د ردولو لپاره یو عالم دلایل تراشلي دي. محمدحیات خان د پښتنو د لوی فوکلوري نیکه قیس عبدالرشید پتهان په باره کی د مخزن افغاني بیان ردوي خو وروسته وایی چی تر ټولو د باور خبره دا ده چی قیس د خالدبن ولید، چی یهود نه ووبلکه د قریشو د عبدالشمس په قبیله پوري یی اړه درلوده، لور سارا سره واده وکړ او له هغې څخه یی درې زامن سړبن، غرغښت او بیټ پیدا سول، چی د هغو ټولو قبالیو نیکونه دي چی ریښتوني افغانان بلل کیږی. ټول پردې توافق سره لري چی د قیس اولادونه لومړی په غور کي اوسېدل او بیا له هغه ځایه څخه د سلیمان غرونو ته وکوچیدل. او کله چی په کال ۷۰۵ کی عمادالدین محمد بن قاسم پر سیند باندي یرغل وکړ نو ددغه قوم ځینی کسان ورسره ملګري سول. او په نهمه پیړی کی چی د افغانستان لویدیځ د سامانیانو په لاس کی وو موږ ګورو چی ددغه هیواد د شمال ختیځ غرونه د افغانانو په لاس کی دي. ۳۹

 

موږ ګورو چی محمدحیات خان د مخزن افغانی ادعاوي افسانې بولي خو پخپله بیرته هغه د قیس کیسه، چی پرته له فوکلوري روایاتو بل هیڅ اساس نه ورته لري، تکراروي. لومړی خو د قیس او د هغه د اولادونو نومونه، چی د محمدحیات خان تر زمانې پوری زیات و کم دوولس سوه کاله ورباندي اوښتي دي او په منځ کی هیڅ ډول لیکلی سند نسته، بیخی په یادولو نه ارزي. بیا نو که چیری قیس د اوومي میلادی پیړی په څلورمه لسیزه کی د خالد بن ولید له لور سره په ریشتیا هم واده کړی وي او له هغې څخه یی درې زامن پیدا سوي وي نو څرنګه د اتمي میلادي پیړی تر لومړیو کلونو پوري، چی اویا کاله کیږی، دونه زیاتیږي چی د غور په غرونو کی تنګیږي او د سلیمان د غرونو لمنو ته مهاجرت کوي او لادونه جنګي میړونه لري چی د محمد بن قاسم غوندي یوه لوی سپه سالار له لښکرو سره مرستې کوي او سمدستي په نهمه میلادي پیړی کی یعنی د قیس له واده څخه زیات و کم دوه سوه کاله وروسته یی نفوس دونه زیاتیږی چی د افغانستان شمال ختیځی سیمی اشغالوي.

 

زه وایم که محمدحیات خان د یوه معقول تاریخ لیکونکي په حیث ویلي وای چی قیس د خپلو په زرګونو پښتنو سره یو ځای مسلمان سو او څه باندي اویاکاله وروسته ددې قوم میړونو د محمد بن قاسم سره مرستي وکړې نو دا به یو څه بهتره وای. خو دلته موږ بیرته له یوې لویی ستونزي سره مخامخ کیږو او هغه دا چی موږ به غلجی او دراني قبایل چاته منسوبولای. ځکه چی د محمدحیات خان قبایل هم په پای کی بیرته هغو خیالي پلرونو ته منسوبیږی چی نورو افسانه لیکونکو ورته تراشلي دي.

 

محمدحیات خان په یو عالم دلایلو د طالوت او ارمیا او برخیا افسانې ردوي خو پخپله بیرته په افسانو کی ګیریږی او د قبایلو د سرچینو په باره کی هغه زړې کیسی تکراروي. د مثال په توګه د ابدالیانو په باره کی وایی چی زیرک خپل مشر زوی بارک د قبیلې د مشر او خپل جانشین په حیث ټاکلی وو. مګر کله چی زیرک څه باندي سل کلن او زوړ سو او د یوه ځایه بل ځای ته د نقلیدلو په وخت کی له تګ او ولاړیدلو څخه ولویدی او د لاري پرسر پروت وو نو بارک زوی یی پر اس سپور له ده څخه تیر سو او په خپل پلار یی ملنډی ووهلې او ورته وې ویل چی ته لا ولي ژوندی یی ته باید اوس مړ وای. دغه راز دوهم زوی هم ورڅخه تیر سو. نه یی پرخپل پلار زړه وسو او نه یی مرسته ورسره وکړه. دریم زوی موسی ورباندي راغی او خپل پلار ته یی وویل چی د هغه ترشا سپور سي خو کله چي یی پلار ورته وویل چی زه زوړ یم او پر آس نه سم سپریدلای او مرستي ته ضرورت لرم نو موسی هم خپل پلار ته ښکنځل وکړل او حتی په لغته یی وواهه. تر ټولو وروسته دده کشر زوی پوپل را ورسیدی. هغه په ډیر احترام خپل پلار پر آس سپور کړ او د اوسیدلو نوي ځای ته یی ورسره بوت. ځکه نو زیرک خپل وروڼه او خپلوان را وغوښتل. دا کیسه یی ورته وکړه او د مشرتوب بګړی یی د پوپل پر سر کړه. زیرک له دې پېښي څخه وروسته د ۱۲۰ کالو په عمر وفات سو. ۴۰

 

د محمدحیات خان په نزد دا کیسه ریشتیا پېښه سوې ده او حتی وایی چی دا کیسه د پښتنو له ماهیت او مزاج سره سر خوري. دا خبره به څوک ومني چی درې پښتانه زامن دی خپل بوډا او کمزوری پلار د لاري پر سر پریږدي، له هغه څخه دی تیر سي، ملنډی دي په ووهي او حتی لغته دي ورکړي. په زړه پوري خبره دا ده چی زیرک په دې وخت کی لا زوی ته د بګړی د تړلو او مشرتابه د سپارلو واک هم لري.

 

محمد حیات خان د تاریخی پیښو په لیکلو کی یا له ډیری بیخبری څخه کار اخیستی او یا داسي ښکاری چی له تاریخی پیښو سره لکه څرنګه چی یوه مورخ ته ښایی هغسی خبر نه دی. د مثال په توګه دی ښایی یوازینی مورخ وي چی وایی هلاکوخان د مغولو د کورنی لومړنی شخص وو چی د اسلام په سپیڅلي دین مشرف سو ۴۱ په داسی حال کی چی هلاکوخان ترمرګه مسلمان نه سو او د اسلام له دین سره یی خپله دښمني وساتله. محمد حیات خان بل ځای د مغولو د تاریخ په اړه لیکی چی په هرات کی د شاه رخ میرزا د وفات نه وروسته د هغه زوی میرزا بایقرا او ورپسې شاه حسین بایقرا حکمران سو. په کندهار کی امیر ذوالنون حاکم وو او په کابل او غزني کی لومړی میرزا عمر شیخ او ورپسې میرزا الغ بیګ قدرت په لاس کی درلود. ۴۲ لومړی خو په هرات کی د مغولو له کورنۍ څخه دوه بایقرا نومي باچاهان قدرت ته نه دي رسېدلي او سلطان حسین بایقرا ۱۴۶۵-۱۵۰۵د شاه رخ میرزا ۱۳۹۷-۱۴۴۷زوی نه بلکه د تیمور د کورنۍ یو بل شهزاده وو چی د شاه رخ میرزا سره یی لیری کورنۍ اړیکی درلودې. سلطان حسین بایقرا له شاهرخ میرزا څخه اته لس کاله وروسته قدرت ته ورسیدی او د شاهرخ میرزا په څیر یی د علم او ادب سره مینه درلوده. دغه راز په کابل کی د عمرشیخ میرزا او میرزا الغ بیګ قدرت ته رسیدل د شاهرخ له وفات سره څه باندي نیمه پیړی فاصله لري.خو د محمد حیات خان له لیکني څخه په څرګنده ښکاری چی هغه دغه ټولي تاریخی بېښی پرله پسې ګڼي.

 

محمدحیات خان د کندهار د تاریخ په باره کی یو ځای لیکی چی د میرویس له وفات نه وروسته دهغه ورور عبدالعزیز قدرت ته ورسیدی او شپږ کاله یی کندهار په لاس کی وو. وروسته د میرویس زوی شاه محمود پاچا سو او د ایران د دربار له کمزوری څخه یی ګټه واخیستله او د هغه هیواد پایتخت اصفهان یی ونیوی. په ده پسې د میرویس ورور اشرف پاچا سو. نادر شاه د ایران د صفوي شاه حسین د جنرال په حیث غلجیان له ایرانه وایستل خو کندهار بیاهم د هغوی په لاس کی پاته سو. ۴۳ لومړی خو عبدالعزیز څه کم یو کال د کندهار حکمران وو. او د هغه د قدرت د شپږ کلني دورې یادونه یوازي محمدحیات خان کړې ده. شاه اشرف د میرویس ورور نه بلکه وراره او د عبدالعزیز زوی وو. او نادرشاه هم د صفوي شاه حسین جنرال نه وو ځکه چی هغه ډیر مخکی وژل سوی وو او نادرافشار د شاه حسین د زوی شاه طهماسپ جنرال وو، چی بالاخره یی طهماسپ لیري کړ او قدرت یی پخپله ونیوی.

 

داسی ښکاری چی محمدحیات خان د سیمی له تاریخ او تاریخی پیښو سره ډیر بلد نه دی ځکه چی د سلطان محمود غزنوي په زمانه کی، چی د یوولسمي میلادي پېړی لومړی لسیزي دي د توپونو او توپکو یادونه کوی او وایی چی د سلطان سره بخت یاري وکړه چی د هندوانو د پاچا پیل د توپونو او توپکو او غشیو ګوزارونووارخطا کړ او وتښتیدی. ۴۴ په داسی حال کی چی د توپونو له ډیر لومړني او ابتدایی شکل څخه د لومړي ځل لپاره د مصر مملوک سلطانانو د مغول هلاکو د لښکرو په مقابل کی په کال ۱۲۶۰ کی( یعنی زیات و کم دوه نیمی پیړی وروسته) د عین جالوت په جګړه کی کار واخیست. او هلاکو په خپل پوځی ژوند کی د لومړي ځل لپاره دداسي سختي ماتي سره مخامخ سو چی بیایی د مصر د خاوري د لاندي کولو او یا د مصر د مملوک سلطانانو د ایلولو تکل ونه کړ.

 

محمد حیات خان دغه راز غلطی خورا زیاتي لري او سړی په دې یقینی کوي چی هغه په دغو لږو او زیاترو بی اساسو معلوماتو او اطلاعاتو ددغه راز یوه مهم تاریخ د لیکلو صلاحیت نه درلود. خو له بده مرغه چی د هغه کتاب ته هم د یوه کلاسیک اثر په سترګه کتل کیږی او عوام او د تاریخ هغه شاګردان غولوی چی د خپل هیواد ، قوم او سیمی له تاریخ سره ښه بلد نه دي. سره له هغه باید دا خبره زیاته کړو چی فوکلوري شجرې او روایتونه بیا هم د تاریخی پلټنو لپاره خپل اهمیت لري او د ځینو تاریخی پېښو څرک ورڅخه لګېدلای سي. مګر کله چی موږ وینو چی تاریخ لیکونکي پخپله په هغو تاریخی اطلاعاتو کی چی ددوی د څیړني له موضوعاتو سره مستقیم اړیکی لري، څرګندي غلطی کوی نو بیا د تاریخ شاګردان مجبور دي چی د هغوی د تحقیقاتو نتیجو ته د سوالیو نښي کښیږدي.

 

مأخذونه

 

۱مخزن افغاني و تاریخ خان جهاني(اُردو) ۸۱-۸۶ مخونه

 

۲--- هغه کتاب ۸۷-۹۱ مخ

 

۳-- تاریخ ګزیده ۴۶ مخ

 

۴---تاریخ طبری ۴۱۴ مخ

 

۵--- تاریخ کامل ۲۷۲ مخ

 

۶------ هغه کتاب ۳۰۴ مخ

 

۷---- تاریخ طبری ۳۹۰ مخ

 

۸---- مخزن افغانی ۲۳ مخ

 

۹--- مخزن افغانی ۲۵ مخ

 

۱۰--- په تورات کی د پاچاهانو د کتاب په څلورم فصل کی راغلي دي چی سلیمان علیه السلام پر ټولو اسراییلو باندي پاچهي وکړه. او دا هغه کسان دي چی دهغه په اداره کی شامل وه. د سادوک زوی آذریاس د مذهبی مراسمو مشر. د سیسا زامن ایلی هوریف او آهیا د پاچا د سکرټرانو په حیث. د جوزافات زوی آهیلود د اسنادو د ثبتونکي په حیث. د جویادا زوی بانایاس د پوځ مشر. او سادوک او ابی یاتار د مذهبی مراسمو مسولین. د ناتان زوی ازریاس د دربار د چارو مسول. د مذهبی مشر ناتان زوی زبود د پاچا سلاکار.د حرم د چارو مسول آهی سار او د آبدا زوی ادوني رام د تشریفاتو مسول. دغه راز د همدغه فصل په اووم لمبر ایت کی د دوولسو والیانونومونه راغلي دي چی په هغو کی له ارمیا څخه نیولې تر برخیا، آصف او افغانا پوری د هیڅ یوه نوم نسته.

 

۱۱--- د تاریخ مرصع تعلیقات ۷۳۸ مخ

 

۱۲--- مخزن افغاني ۹۰-۹۱ مخونه

 

۱۳--- هغه کتاب ۱۱۷-۱۱۸ مخونه

 

۱۴--- هغه کتاب ۹۱ مخ

 

۱۵--- هغه کتاب ۱۱۷ مخ

 

۱۶--- هغه کتاب ۱۱۸ مخ

 

۱۷--- په عربی ژبه کی پر دغه وزن یوازي د بطان لغت سته چی مطلب یی کمربند دی او هغه له کښتۍ سره هیڅ اړه نه لري. په دې برخه کی د هینري جورج راورټی تبصره ډیره په زړه پوری ده چی د پښتو ګرامر دپاره د مقدمې په نهم مخ کی یی راوړې ده او وایی چی د پطان څخه مطلب په عربي ژبه کی ښایی د کښتۍ لاندنی لرګی Keel نه بلکه Keelson وي چی مطلب یی د هغو لرګیو او یا فلزي ټوټو مجموعه ده چی د کښتۍ ټوله لاندنی برخه سره تړي او ټینګوي. البته راورټی هم نه وایی چی دا یی په کوم قاموس کی لیدلي دي چی پطان ته د کښتۍ د لاندنی برخي د فلزي ټوټو او یا لرګیو مجموعه وایی.

 

۱۸--- هغه کتاب ۱۱۹ مخ

 

۱۹--- مرحوم بینوا د افغانستان نومیالي په نوم کتاب په ۳۹۲ مخ کی لیکی چی په دې حساب نو د ده( بیټ نیکه جهاني) د ژوند وخت موږ له درې سوه څخه تر څلور سوه هجري پوری تخمین کولای سو. سلیمان ماکو په خپله تذکرت الاولیا کی د بیټ نیکه له خولې یو شعر هم رانقل کړی دی چی د پښتو ادب په تاریخ کی خورا مهم ګڼل سوی دی. دغه راز مرحوم عبدالحی حبیبی په خپل کتاب پښتانه شعرا لومړي ټوک په لومړي مخ کی لیکی چی د بیټ نیکه پوره حالات هم تراوسه نه دي معلوم سوي. او تاریخ په کلکه دا نه سی ویلای چی بیټ نیکه په کومو کلونوکی ژوندی وو. البته ځینی تاریخ لیکونکي وایی چی دا ملی شاعر د غوري پاچاهانو په زمانه کی تیر سوی دی او ددې ډول تاریخی معلوماتو څخه موږ دا اټکل کولای سو چی بیټ نیکه د ۳۰۰ – ۴۰۰ هجري په منځنیو وختونو کی ژوند کړی دی.

 

۲۰ -- مخزن افغاني ۴۴۰ـ۴۴۱ مخونه

 

۲۱-- راورټی دپښتو ګرامر د مقدمې په لسم مخ کی د تذکرت الملوک په حواله د قیس په زامنو کی د بیټ پر ځای تبرین لیکی او ده ته منسوب قبایل چی دده په اولاد کی شمیرل کیږی تبرینان بولي. دهمدغه کتاب په حواله، د هغه سړي نوم مست علی غوري لیکی چی فوکلوری تاریخ وایی د بیټ نیکه له لور سره یی تر واده کولو مخکی غیر مشروع اړیکی درلودل.

 

۲۲-- تاریخ مختصر افغانستان ۱۵۴-۱۵۵ مخونه

 

۲۳--- پښتانه د تاریخ په رڼا کی ۱۰۷۶ مخ

 

۲۴-- پټه خزانه ۳۰ مخ

 

۲۵-- تاریخ مختصر افغانستان ۱۵۴ مخ

 

۲۶-- تاریخ مختصر افغانستان ۱۵۵ مخ مرحوم حبیب صاحب لیکی چی قاضی منهاج سراج( د طبقات ناصری مولف جهانی) وروسته ددی خاندان د یوه بل امیر بنجی بن نهاران شنسبي نوم اخلي چی د غور د لویو پاچاهانو څخه وو او وایی چی هغه د یوه بل غور امیر شیش بن بهرام سره د هارون الرشید دربارته ورغلل او هغه امیر بنجی د غور امیر او امیر شیش د غور د لښکر د پهلوان په حیث و پیژاند. ( د ۱۷۰هجري ۷۸۶ میلادی شاوخوا)۰۰۰ د ۲۵۳ هجري په شاوخوا کی یعقوب صفاري د نیمروز، بست، داور تر تګین آباد او رخج پوری لاندي کړل. په دغه وخت کی امیر سوري د غور د غرونو امیر وو او تر دغه وخته پوري د غور نیمایی خلک مسلمانان سوي نه وه. په زړه بوری خبره دا ده چی فکلوری تاریخ موږ ته وایی چی اسلام په افغانستان کی تر تولو دمخه د غور څخه پیل سو او قیس او د هغه ورسره هیات د هجرت په نهم کال مسلمانان سول او د اسلام د ترویج په لاره کی یی توري ووهلې او په ټولو جنګونو کی بریالي سول. د هغه په اولاد کی د شنسب بن خرنک، امیر پولاد، امیر کروړ او بنجي بن نهاران په څیر توریالي پاچاهان او جنرالان پیدا سول. په دوهمه هجري پېړۍ کی یی د سیند په فتوحاتو کی د محمد بن قاسم په څیریوه لوی فاتح ملاتړ کاوه. خو د قیس له مسلمان کیدلو څخه دوه نیمی پیړۍ وروسته یی ایله دغور نیمایی برخه د اسلام په دین مشرف کړي وه.

 

۲۷-- مخزن افغاني ۲۶۷- ۲۶۸ مخونه

 

۲۸-- پښتني قبیلې ۲۱۲ مخ

 

۲۹-- حیات افغاني انګلیسی ۱۷۹ مخ

 

۳۰-- هغه کتاب ۲۰۵ مخ

 

۳۱ -- مخزن افغاني ۴۱۵ مخ

 

۳۲-- هغه کتاب ۴۶۹-۴۷۰ مخونه

 

۳۳-- هغه کتاب ۱۲۱ مخ

 

۳۴-- هغه کتاب هغه مخ

 

۳۵ -- تواریخ خورشید جهان فارسي ۶۰ مخ

 

۳۶-- ایین اکبري انګلیسی دریم ټوک ۴۱۴ مخ

 

۳۷-- تواریخ خورشید جهان فارسی ۲۷۶ مخ

 

۳۸-- هغه کتاب ۱۳۸ مخ

 

۳۹-- حیات افغاني انګلیسی ۵۵ مخ

 

۴۰-- هغه کتاب ۵۷-۵۸ مخونه

 

۴۱-- هغه کتاب ۱۰۶ مخ

 

۴۲ هغه کتاب ۱۰۷ مخ

 

۴۳ هغه کتاب ۳۰-۳۱ مخونه

Comments

Popular posts from this blog

انواع انتقال دهنده برق

اتنوګرافی تاجکستان