دپښتنو پر تاریخ ځغلنده کتنه ثناءالله (صالحي ) 19.05.2014 10:05 پـــښـتون پــيژنــدنــه پښتون دځمکي پر مخ دنورواقواموپه شان اوږداوځلانده تاريخ لري خوله بده مرغه داروڼ تاريخ په تياروکي پاتي شوي دي ، داچې په انساني ګډ ژوند کي قبيلوي نظام داجتماعي ژوند اولويه برخه تشکيلوي دپښتون معاشره هم اصلا پر قبيلوي نظام ولاړه ده ، طبعي ماحول اوجغرافياوي حالاتوپه دوي کي ځيني خاص حالات اوخصوصيات پيداکړي دي ددي قبيلوي نظام نغښتلودوي په يوه مشرتابه راټول کړي ان تردي چې يوقبيله دبلي قبيلي سيادت اوقيادت هم نشي زغملاي . پښتانه دآزاد طبيعت خاوندان اوپرازادۍ مين اوسرلوړي انسانان دي ،همداوعلت وه چې دهند پر قلمرودحملولومړنۍ مقابله پښتنوکړي ده پدي باب دتاريخونوروايات اوشهادتونه دلمر په څير روښانه حقايق دي ، داهم ځلانده واقعيتونه دي چې پښتنودتاريخ په اوږدو کي په اصلي معني دهيچا استبداد ته دتسليم سرنه دی ټيټ کړی له دې کبله له نورواقواموڅخه ليري پاتي شوي دي . اوداچې ترپښتنو دمخه دقلم په ژبه نوروقومونوتاريخي واقعيات زيات بيان کړي دي نوځکه يي په لازمه توګه ددي وياړلي بشري کتلي څيړنه له...
Comments
Post a Comment