د هغو کلمو ليکل چې د ليکوالو د املايي تېروتنو له کبله به يې له ډېرو سمه او ناسمه بڼه ورکه وي; د استاد اجمل ښکلي دا ليکنه په دقت ولولئ, دوه زړتوب به مو پای ته ورسېږي. #کومې_کلمې_يوځاى_او_کومې_بېلې_وليکو؟ املا عموما په سترګو زده کېږي او په سترګو زده شوې املا تېروتنې ناارادي له يوه نه بل ته او له بل نه بل ته لېږدوي؛ نو پکار ده، چې ليکوال يا شاعر د څه نا څه املايي بصيرت خاوند وي. وړه املايي تېروتنه زموږ په ټولنه کې د لويو ليکوالو او شاعرانو د ادبي کمال جوړې کړې ماڼيو کې درزونه راوستلاى شي. لوستونکى بيا دې ته نه ګوري، چې دا به ناپوهي نه، تېروتنه به وي. لوستونکى ستا پر وړتيا شک کولاى شي. دا خبره موږ ته دا فکر راکوي، چې د کتابونو او نصابونو ليکوال دې له خپلې املا سره احتياط وکړي او يواځې سترګې نه، فکر دې هم په خپله املا کې دخيل کړي. د کلمو په يوځاى او بېلو ليکلو کې دوه معياره لاس لري: 1. مانيز توپير: • پکې: که (په...کې) د سربل او وستربل په بڼه راشي او ترمنځ يې نوم راغلى وي؛ نو ښکاره ده، چې بېل ليکل کېږي. لکه: په کوټه کې، په توره شپه کې، په افغانستان کې؛ خو که يواځې راشي؛ نو بيا د سربل...